خبريال: مدثر دعوت
د نړۍ تر ټړلو ټيټ قدې ميرمن جيوټي انګې د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي په اړه بازار ته د پوليسو په غوښتنه راوتلې.
د نړۍ ټول پرمختللي ملکونه د کرونا ويروس په مخنيوي کي په پوره ډول پاته راغلي، ځکه ددې ويروس نه درمل سته او نه هم واکسين.
ډيری هيوادونو د خپلو مشهورو څيرو په مرسته د عامه پوهاوي داسي پروګرامونه په لاره اچولي تر څو له خلکو وغواړي چي په خپلو کورونو کي پاته سي او ځانونه له نورو خلکو ليري سي.
د هندوستان په مهاراشترا کي ددې هيواد تربل هر ايالت د کرونا ويروس ډيري پيښي ثبت سويدي.
پدې ايالت کي پوليسو د نړۍ ترټولو ټيټ قدې ميرمن دې ته راضي کړه تر څو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
جيوټي امګې ۶۲.۸ سانتي متره ده او د مهاراشترا خلکو ته يې پداسي حال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني په اړه خبري وکړې چي د پوليسو پر موټر ولاړه وه.
امګي د جيپور خلکو ته وويل:” زموږ پوليس، روغتيايي کارکوونکي او پوځيان د کرونا ويروس سره د په لومړي خط کي جګړه کوي او غواړي زموږ ژوند وساتي،تاسو په کورونو کي پاته سئ د يوبل سره فاصله وساتئ او دې وژونکي ويروس ته ماته ورکړئ”.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چي قرنطين مراعت کړي او د پوليسو ملاتړ وکړي.
۲۶ کلنه انګې په هندوستان او امريکا دواړو هيوادونو کي د تلويزيونونو سره دنده لري .
ددې نوم د نړيوالو ريکارډونو په کتاب ( ګينيس ) کي د نړۍ د ترټولو ټيټ قدي ژوندۍ ميرمني په حيث په ۲۰۱۱ز کي لیکل سوی.
په ۲۰۱۲ز کال کي يې د نړۍ د ترټولو ټيټ قدي نيپالي ځوان چاندرا بهادر سره وليدله او واده يې ورسره وکی.