د نړۍ تر ټولو پياوړی موبایل

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د «Oppo» په نامه موبایلونه د ۲۰۲۰م په جولای میاشت کې د نړۍ تر ټولو پیاوړي موبایلونه پېژندل شوي او د پیاوړو موبایلونو په سر کې راغلي.
د «Antutu» خبري اژانس د راپور له مخې د ۲۰۲۰م په جولای میاشت کې د نړۍ تر ټولو پياوړي موبایلونه «Oppo Find X2 Pro » د ۶۱۳ نمرو په خپلولو سره وټاکل شول.
د یاد خبري اژانس د راپور له مخې دا موبایلونه ۱۲ ګیګابایته عملیاتي حافظه او ۶۵۶ ګیګابایته یبا داخلي حافظه لري.

د نړۍ تر ټولو د پیاوړي موبایلونو په دې درجه‌بندي کې دویم ځای «Oppo Find X2» خپل کړی، چې ۶۰۶ نمرې یې ترلاسه کړې دي.

درېیم ځای بیا «Xiaomi Redmi K30 Pro» د ۶۰۱ نمرو په ترلاسه کولو سره خپل کړی، چې ۱۲ ګیګابایته عملیاتي حافظه او ۵۱۲ ګیګابایته بیا داخلي حافظه لري.

څه موده وړاندې بیا ایسوس شرکت د نړۍ تر ټولو پیاوړی موبایل جوړ کړ او بازار ته یې وړاندې کړ.
د  GSMArena خبري رسنۍ د راپور له مخې ایسوس «Asus» شرکت د «ROG Phone 3» په نامه خورا پياوړی ټلیفون جوړ کړی، چې په هره برخه کې د نړۍ تر ټولو پياوړی وپېژندل شو.
دا پياوړی ټلیفون ۵،۶ اینچه امولیډ صفحه ۲۳۴۰ X ۱۰۸۰ پیکسله د شاوخوا ۱۴۴ هرتز چټکوالي سره.

د دې ترڅنګ دا کوچنی ټلیفون ۸۶۵ Sanpdragon چیپه او ۱۱۶ ګیګابایته عملیاتي حافظه لري.
نو په دې اساس د نړۍ تر ټولو یو پیاوړی ټلیفون شمېرل شوی و، چې ۵۱۲ ګیګابایته داخلي حافظه لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.

1 Comment

Comments are closed.