د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ م کال هغو لوبغاړو څخه یوولس کسیزه لوبډله، جوړه کړې ده، چې د ټول کال په اوږدو کې یې تر نورو لوبغاړو ښې لوبې کړي دي.
د کرکټ نړیواله شورا هر کال د جایزو د وېش پر مهال د کال غوره کرکټ لوبډلې، د نړۍ له مختلفو لوبغاړو څخه جوړوي او بیا لړ خپروي.
هر کال یوه ټېسټ او یوه د یو ورځنیو لوبو لوبډلې اعلانېږي.
چې په ټېسټ لوبډله کې هیڅ افغان لوبغاړی نشته؛ خو په یو ورځنیو لوبو لوبډله کې بیا د راشدخان نوم راغلی دی او پکې شامل دی.
په دغه نوملړ کې لومړی نوم د هندي روهېت شرما دی.
روهېت شرما
AP18266660662835 0 د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
روهېت شرما ۳۱ کاله عمر لري، هغه په ۲۰۱۸ م کال کې په ۱۹ لوبوکې ۱۰۳۰ منډې کړي دي، چې درې نیمه سلیزې او پنځه سلیزې پکې شاملې دي.
روهېت شرما په ۲۰۱۸ کال په یوه لوبه کې د ویسټ انډیز خلاف ۱۶۲ منډې کړې وې.
شېکردوان
13dhawan1 د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
کیڼ لاسي هندي اوپنر توپ وهونکي په ۲۰۱۸ م کال کې ۱۹ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۸۹۷ منډې یې پکې جوړې کړي دي، له ده څخه انګلستاني جاني بېرسټو ډېرې منډې کړي، بېرسټو په ۲۲ لوبو کې ۱۰۲۵ منډې کړي؛ خو د شېکردوان اوسط ترې لوړ دی.
ویرات کولي
Virat Kohli 10 1 د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
ویرات کولي تر ټولو لوبغاړو په یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلېدلی دی، په ۲۰۱۸ م کال کې کولي ۱۴ لوبې کړي دي، چې ۱۲۰۲ منډې یې پکې جوړې کړي دي، ویرات کولي لومړی د افریقا خلاف دوه سلیزې ووهلې، بیا یې د ویسټ انډیز خلاف سیریزکې درې پرله پسې سلیزې ووهلې.
جو روټ
3333444 د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
انګلستانی جو روټ چې د انګلستان لپاره خورا اغېزمن ون ډاون توپ وهونکی دی، ده په ۲۴ یو ورځنیو لوبوکې ۹۴۶ منډې کړي دي، ده د هندوستان خلاف د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې دوه پرله پسې سلیزې ووهلې او له هندوستان څخه یې سیریز وګاټه.
جاس بټلر
jos د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
انګلستاني جاس بټلر د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې ۲۳ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۶۷۱ منډې یې پکې کړي دي، هغه یو ځل د اسټرالیا خلاف ۱۰۰ او بل ځل یې بیا ۱۱۰ منډې وکړې او دوه سلیزې یې ثبت کړي دي.
شکېب الحسن
dc Cover fkjjcg84vu0dimf3bn1h28er60 20180316110942.Medi د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
شکېب الحسن چې د نړۍ په کچه یو غوره کرکټ ټولچاری ګڼل کېږي، په ۱۵ لوبوکې یې ۴۹۷ منډې کړي او ۲۱ یې وېکټې هم اخېستي دي.
تېسارا پرېرا
Thisara Perera د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
تېسارا پرېرا د سریلانکایي لوبډلې هېټر توپ وهونکی او ښه الراونډر دی، تېسارا که څه په توپ وهنه کې یو څه ناڅه ځلېدلی؛ خو د توپ اچونې په برخه کې یې ۲۵ وېکټې اخېستي دي او د نیوزیلېنډ خلاف یې یوه لوبه کې سل جمع یا هنډرېډ پلس منډې وکړې.
راشدخان ارمان
Rashid د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
افغان ځوان لوبغاړي په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبوکې غوره کارکرده ګي کړې ده، په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون د ده د هڅو او نورو افغان لوبغاړو د زیار پایله ده، چې پکې سږ کال لوبېږي، راشدخان په ۲۰ لوبوکې ۲۰۱۸ کال کې ۴۸ وېکټې اخېستي دي، ۲۰۱۸ کال کې د ټولې نړۍ په کچه هغه اتم نمبر لوبغاړی راغلی دی.
راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په ۱۱ کسیزه لوبډله کې شامل کړل شوی دی.
راشدخان په یو ورځنیو لوبوکې لومړی الراونډر، په شل اوریزو لوبوکې لومړی بالر او یو ورځنیو لوبو کې دوهم نمبر بالر دی.
کولډیپ یداف
Kuldeep Yadav 14 د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
د هندۍ لوبډلې ځوان او اغېزمن لېګ برېک چاینامېن توپ اچوونکی دی.
۱۹ لوبو کې یې ۴۵ وېکټې اخېستي دي.
کګېسو رباډا
photo د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
د افریقایي لوبډلې چټک غوره توپ اچوونکی دی، چې په ۲۰۱۸ م کال کې یې په ۱۴ لوبوکې ۲۳ وېکټې اخېستي دي.
جسپرېت بومرا
61545 hktvstfmef 1498457637 د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست
جسپرېت بومرا چې د هندۍ لوبډلې خورا غوره بالر دی، توانېدلی چې په ۲۰۱۸ کال کې ځان د یو ورځنیو لوبو د غوره بالر په توګه ثابت کړي او دا درجه یې ساتلې ده.
د هغه ایکانومي په یو ورځنیو لوبو کې ۳ اعشاریه ۶۳ وه، چې تر ټولو غوره ایکانومي ده.