په نړیوالو جامونو کې مخکښ لوبغاړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په دې لوبغاړو کې هغه څېرې درپېژنو چې نړیوالو جامونوکې ډېرې منډې، ډېرې وېکټې، لوړې منډې او نورې کارنامې کړي دي، په دې کې د لوبډلو کارنامې هم شته.
تر دې دمه یو ورځنیو لوبو نړیوالو جامونوکې هندوستاني ټېنډولکر تر ټولو زیاتې منډې کړي دي، هغه تر ۲۰۱۱ م کال پورې په نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی، په دغو ټولو لوبوکې چې ټېنډولکر له ۱۹۹۲ م کال څخه تر ۲۰۱۱ م کال نړیوالو جامونوکې لوبېدلی ۲۲۷۸ منډې کړي دي او تر دې دمه مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی دی.
دوهم توپ وهونکی اسټرالیایي ریکي پونټېنګ دی، هغه ۱۷۴۳ منډې کړي دي، د ریم توپ وهونکی سریلانکایي کومارا سېنګارا دی، هغه ۱۵۳۲ منډې کړي دي.
څلورم توپ وهونکی ویسټ انډیزی برین لارا دی، نوموړي ۱۲۲۵ منډې کړي دي او پنځم مخکښ توپ وهونکی بیا افریقایي ای بي ډیویلیئرس دی، ډویلیرس ۱۲۰۷ منډې جوړې کړي دي.
دا پنځه مخکښ توپ وهونکي دي، چې ځېنو نړیوالو جامونوکې یې ښې منډې کړي دي او تر نورو مخکښ دي.
په یوه پاڼۍ کې زیات منډې جوړوونکي توپ وهونکي
1130025943 په نړیوالو جامونو کې مخکښ لوبغاړي
هغه لوبغاړي چې په یواځې ځان یې یوه پاڼۍ کې ډېرې منډې کړي، په دې لوبغاړو لومړی نیوزیلېنډی مارټېن ګوپټېل دی، هغه د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې ۲۳۷ ناسوځېدلې منډې په ویسټ انډیز وکړې او نړیوال ریکارډ یې په نړیوال جام کې جوړ کړ.
دوهم ریکارډ بیا د کرېس ګېل دی، هغه ۲۱۵ منډې کړي دي، دریم مقام بیا د افریقایي ګېري کېرسټن دی، هغه ۱۸۸ ناسوځېدلې منډې کړې وې، څلورم ځای بیا د هندوستاني سوراف ګنګولي دی، نوموړي ۱۸۳ منډې کړي دي او پنځم مقام  بیا د ویسټ انډیزي ریچارډز دی، هغه ۱۸۱ منډې کړې وې.
په نړیوالو جامونو کې زیاتې وېکټې اخېستونکي بالران
اسټرالیايي ګلېن مېک ګرات چې کوم نړیوال جامونه لوبولي په دې ټولو کې یې ۷۱ وېکټې اخېستي دي.
27McGrath په نړیوالو جامونو کې مخکښ لوبغاړي
دوهم بیا سریلانکایي موتیا مورالي تارن دی، هغه ۶۸ وېکټې ترلاسه کړي دي، دریم  پاکستانی وسیم اکرم دی، نوموړي ۵۵ وېکټې اخېستې وې، څلورم بیا سریلانکایي چمېندا واس دی، نوموړي ۴۹ وېکټې اخېستې او پنځم بیا لسېت ملېنګا دی، ده ټولې ۴۶ وېکټې اخېستي دي.
د غوره توپ اچونې څېرې، توپ اچوونکي
ګلېن مک ګرات چې اسټرالیا بالر و، ده په نړیوال جام کې په ۱۵ منډو ورکولو سره ۷ وېکټې اخېستي دي او د نړۍ په کچه د ښې توپ اچونې څېرې یا بیسټ بالېنګ فیګرز ریکارډ لري.
دوهم اسټرالیايي انډیل بېچل دی، هغه په یوه لوبه کې ۲۰ منډې ورکړې وې او ۷ وېکټې یې اخېستې وې.
دریم نیوزیلېنډی ټېم سوتي دی، هغه ۳۳ منډې ورکړې وې او ۷ وېکټې یې اخېستې وې.
New Zealand په نړیوالو جامونو کې مخکښ لوبغاړي
څلورم ویسټ انډیزی وېنسټن ډاوېس دی، هغه په ۵۱ منډو ورکولو سره ۷ وېکټې اخېستې وې.
او پنځم بیا اسټرالیا ګېري ګېل مور دی، نوموړي په ۱۴ منډو ورکولو سره ۶ وېکټې اخېستې وې او دا ریکارډ یې خپل کړی و.