د نړیوال جام مهمه لوبه؛ که باران وشي، لوی تاوان به واړوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: بهار سمسور
د کریکټ په نړیوال باراني جام کې نن د هغې لوبې ورځ ده، چې ورته نړۍ انتظار ده.
هند د پاکستان خلاف،دا لوبه تر شا درنې فلسفې لري.
دواړه هېوادونه که په سیاسي ډګر کې یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي؛ کریکټ کې هم همداسې دي.
lhdercp india vs pakistan د نړیوال جام مهمه لوبه؛ که باران وشي، لوی تاوان به واړوي
د هند او پاکستان تر منځ کریکټ لوبه که د ننه په لوبغالي کې د لوبغاړو تر منځ عادي حالت لري؛ خو د باندې پرې میلیاردونه ډالر قمار او لګښت هم کیږي.
یو لامل یې دا دی چې دغه لوبه د نړۍ سترو شرکتونو په کروړونو سپانسر کړې ده او غواړي د کریکټ د نړۍ دا ستره لوبه کې مارکیټېنګ وکړي.
۷۰سلنه د باران د وریدو امکان شته، که باران کیږي له ځان سره لکونه ډالر تاوان هم لري.
د هند او پاکستان تر منځ د دغې لوبې لس ثانیې له ۱۶ نیولې تر ۱۸ لکه هندیو روپیو لګښت لري چې دا د کریکټ په تاریخ کې د کریکټ نړیوال جام تر پای لوبې هم زیات لګښت دی.
لوبه نن د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲:۰۰ بجې هندوستان د پاکستان خلاف لوبه کوي.