پاکستانۍ لوبډله د افغان ټيم خلاف ټول قوت کاروي

رنګین تجريدي ډیزاین

پاکستانۍ لوبډلې له نړیوال جام وړاندې د می په ۲۴ مه نېټه له افغانستان څخه ماته وخوړه، هغه مهال پاکستانۍ لوبډله او لوبډلمشر د خلکو او پاکستانیانو توندو غبرګونونو سره مخ شول.
د کرېک بز وېب پاڼه لیکي، له هغې وروسته یې د ویسټ انډيز خلاف لوبه وبایلله، په نړیوال جام کې له ماتو سره پاکستاني لوبغاړي په انګلستان کې له هوټلونو ډېر په سختۍ بهر راوتل، ځکه د پاکستاني مینوالو له غبرګون سره مخ کېدل؛ نو لوبغاړي یې په پوره خفګان کې وو.
پاکستانيو لوبغاړو د افغانستان خلاف لوبې ته پوره خوارۍ پیل کړي او له پخوا یې په لیډز سیمه کې تمرینات شروع کړي دي.
خو پاکستانۍ لوبډلې، انګلستان، افریقا او نیوزیلېنډ ته په ماتو ورکولو سره یو ځل بیا د ننداره کوونکو چکچکې وګټلې.
مرور مینوال یې بېرته را پخلا کړل؛ خو دا مینوال بیا هغه وخت سخت مرورېدای شي، چې له افغان لوبډلې، پاکستانۍ لوبډله یو ځل بیا ماته وخوري.
د پاکستان کرکټ ټیم دوه لوبې لري، چې نن یې لوبه له افغانستان سره ده او راروانه لوبه یې له بنګله دېش سره ده، که دا دوه لوبې پاکستان وګټي؛ نو دوهم پړاو ته یې تګ بیا چانس شته.
بل لوري ته افغانستان د پاکستان خلاف د تمریناتي لوبې اپوټه په دې لوبه کې محمد شهزاد او افتاب عالم نه لري.
PAK VS AFG 29.jpg
د کرېک بز وېب پاڼه لیکي افغان لوبډلې د هندوستان خلاف خورا نږدې ګټونکې لوبه وکړه او د پاکستان خلاف یې تمریناتي لوبه کې بریا د کمپاین او مورال ښه وسیله ده.
د وېب پاڼې په وېنا دواړه هېوادونه سیاسي کړکېچ لري او کرکټ بورډونو یې هم په دې وروستیو یو بل سره ستونزې جوړې کړي.
نو د دواړو لوبډلو لوبه به له ضد ډکه وي.
پاکستان غواړي چې د تمریناتي لوبې غچ واخلي او افغانستان هڅه کوي، چې د اوو بایللو لوبو غوسه پر پاکستان سړه کړي.
له افغان لوبډلې مینوال ګیله من شوي؛ خو د پاکستان خلاف بریا یې بېرته د مینوالو زړونه سل سلنه عمري، عمري ترلاسه کولای شي.
افغانستان نن شنبه ماسپښين دوه بجې د جون په ۲۹ مه نېټه له پاکستان سره په هیډېنګلي لوبغالي کې په لیډز سیمه کې لوبه لري.
په دې لوبغالي انګلستان ۳۵۱ منډې کړې وې او سریلانکا خلاف یې ۲۳۲ منډې چېس نه کړای شوې.
د افغانستان احتمالي لوبډله
ګلبدین نایب، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اصغر افغان یا حضرت الله ځاځی، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، راشدخان، دولت ځدران او مجیب الرحمن.
د پاکستان لوبډله
پاکستان ښايي لوبډله کې کوم تغیر رانه ولي؛ دوی به ښایي فخرزمان، امام الحق، بابراعظم، محمدحفیظ، حارث سهیل، سرفراز احمد، عماد وسیم، شاداب خان، وهاب ریاض، محمد عامر او شاهین افریدی ولوبوي.
پاکستان په دغه ننني لوبغالي په ۹ لوبو کې ۵ بایللي او ۴ یې ګټلي دي او نړیوال جام کې په دې لوبغالي درې لوبې شوي، چې دوه پرې ګټل شوي.
د افغانستان د توپ اچونې اړخ
افغانستان ته د توپ اچونې په برخه کې ډېرې وېکټې سپېن بالېنګ ترلاسه کړي، په مخکینیو ۵ لوبو کې افغان سپين بالرانو ۸ وېکټې اخېستي دي.
خو شپږمه او اوومه لوبو کې یې بیا ۹ وېکټو سپېنرانو ترلاسه کړي دي.
افغان توپ وهونکو بیا ډېرې وېکټې د چټکو بالرانو پر وړاندې له لاسه ورکړي.
دواړو لوبډلو یو د بل پر وړاندې څه ویلي؟
پاکستان ویلي دوی پوره چمتو والی نیولی او غواړي چې د دې لوبې له بریا وروسته بنګله دېش ته هم راروانه لوبه کې ماته ورکړه.
دوی وايي مونږ په دې ډېره پورې ټینګار نه کوو، چې دوهم پړاو ته ولاړ شو، بلکې د لوبې په ګټلو ټینګار کوو.
ښايي پاکستانیان دا خبره د تمریناتي لوبې د ماتې له وېرې کوي.
skysports-afghanistan-pakistan_4677675.jpg
ګلبدین نایب بیا ویلي دی بیا هم سلو یا سپېن توپ اچوونکو ته زیات هیله مند یو، چې یو ځل بیا به افغانستان ته یوه نه هېرېدونکې بریا ور په برخه کړي.
نایب ویلي نن د راشدخان ورځ ده.
که افغان لوبډله د خپلو مینوالو لویدلي زړونه بېرته را اچتول او راټولول غواړي باید ټول توان او تکتیکونه په کار واچوي او له پاکستان لوبه وګټي.