د نړیوال جام د یوولس لوبو مهمې برخې

سپینه تجريدي ډیزاین

 تر دې دمه د نړیوال جام ۱۱ لوبې ترسره شوي دي، په دې لوبوکې پرون د جون په ۷ مه نېټه د پاکستان او سریلانکا لوبه باران بې پایلې کړه، نن د شنبې په ورځ د جون په ۸ مه نېټه دوې لوبې کېږي، ماسپښین دوه بجې بنګله دېش د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي او مازیګر پنځه بجې نیوزیلېنډ د افغانستان پر وړاندې ۱۳ مه لوبه کوي.
دا چې تېرو یوولسو لوبوکې چا ډېرې منډې کړي، کوم لوبغاړي یوه پاڼۍ کې ډېرې منډې کړي، څو شپږیزې  لګېدلي او کومې لوبډلې ښې لوبې کړي؛ معلومات درکوو.
د  ۲۰۱۹ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام د می په ۳۰ مه نېټه د انګلستان او افریقا په لومړۍ لوبه پرانېستل شو.
تر دې دمه په ۱۱ لوبوکې تر ټولو په ستر توپیر لوبه انګلستان ګټلې؛ انګلستان د نړیوال جام په لومړۍ  لوبه کې سهیلي افریقا ته په ۱۰۴ منډو ماته ورکړه، چې تر دې دمه لارجېسټ مرجېن آف ډیفیټ یا په ستر توپیر ماته بلل کېږي.
په یوه پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې منډې پاکستان کړي دي، دې لوبډلې د انګلستان خلاف لوبه کې ۳۴۸ منډې وکړې او تر ټولو هایسټ اننګز سکورز یا د یوې پاڼۍ لوړې منډې بلل کېږي.
w c 11 matches.JPG
پاکستان، انګلستان ته په دې لوبه کې په ۱۴ منډو ماته ورکړه.
د یو توپ وهونکي له خوا زیاتې منډې د روهېټ شرما دي، هغه د افریقا خلاف لوبه کې ۱۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، تر دې وړاندې جو روټ او جاس بټلر سلیزې وهلې وې؛ خو روهېت شرما بیا ۱۲۲ منډې جوړې کړې او د هایسټ انډیوېجول منډو یا په یواځې ځان د زیاتو منډو ریکارډ یې جوړ کړ.
د غوره ګټلو سلنه بیا د نیوزیلېنډ ده، دې لوبډلې دوه لوبې ګټلي او د غوره ګټلو سل سلنه برخه یې وړې ده.
یعنې د نیوزیلېنډ د ګټلو فصدي سل سلنه ده او د نومرو په جدول کې لومړی ځای لري.
تر اوسه پورې په نړیوال جام کې مخکښ منډې جوړوونکی توپ وهونکی انګلستانی جو روټ دی، ده په دوه لوبوکې ۱۵۸ منډې کړي دي.
په یوه لوبه کې د دوو لوبډلو له خوا په دواړو پاڼیوکې زیاتې منډې د پاکستان او انګلستان لوبه کې شوې دي، دواړو لوبډلو په ګډه ۶۸۲ منډې جوړې کړې، یعنې دواړو پاڼیوکې دومره منډې راغلې وې.
تر اوسه په نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې وېکټې نیوزیلېنډي فسټ توپ اچوونکي ماټ هېنري اخېستي دي، هغه په دوه لوبوکې ۷ وېکټې ترلاسه کړي دي.
تر دې دمه ۱۱ لوبوکې د ټولو لوبډلو له خوا ۶۸ شپږیزې وهل شوي دي.
او په ټولو ۱۱ لوبو کې تر اوسه ټولو بالرانو ۱۵۵ وېکټې اخېستي دي.
افغان لوبډله باید له ماټ هېنري سره په احتیاط لوبه وکړي او ځانونه باید پرې اوټ نه کړي.