دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د کرکټ په نړۍ کې عجیبه او توپاني توپ وهونکي تېر شوي او ځېنې بیا نور د ریکارډونو جوړولو لپاره د کرکټ لوبغالو ته راځي او ریکارډونه جوړوي، چې ښه بېلګه یې د افغان چټکو توپ وهونکو حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي ده، دواړو په دوه لیګونو کې ریکارډونه جوړکړل.
همداسې یوراج سېنګ او نور لوبغاړي د ریکارډونو په جوړولو بریالي شوي دي.
د کرکټ لوبغاړو په منځ کې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د خپل هېواد څخه لرې یې په نورو هېوادونو کې لوبې کړي او په چټکۍ سره یې په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي دي.
ویرا کولي
دا چې ویرات کولي ځوان لوبغاړی دی او له نورو لوبغاړو وروسته د هند لوبډلې ته راغلی دی، خو تجربه او وړتیا یې له نورو لوبغاړو پخه او مشره ده.
د نوموړي سټایلېش لوبه د نړۍ په کچه د ستایلو ده؛ د هغه منډې جوړول هم جادویي دي.
cretp4m virat kohli century 1st odi دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
ویرات کولي هغه لوبغاړی دی، چې له کور څخه بهر یې په ټولو یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ په کچه په کمو لوبو کې د ژر شپږ زره منډو جوړولو ریکارډ خپل کړی.
ویرات کولي ټولې ۲۱۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې په ۲۱۰ لوبوکې یې توپ وهنه کړې ده، هغه په دغو لوبو کې ۳۹ سلیزې وهلي دي او ۱۰ زره ۳۳۹ منډې یې پکې جوړې کړي دي.
ویرات کولي د جنوري په ۱۵ مه نېټه د اسټرالیا خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۱۲ توپونو ۱۰۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
کولي په دغې لوبه کې روهېت شرما سره ۵۴ منډې ملګرتیا وکړه، بیا یې امبټي ریوډو سره ۸۲ منډې ملګرتیا وکړه له دې وروسته بیا ډوني سره په ۴۴ م اور کې اوټ شو.
د هندوستان په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه یا چېسېنګ پاڼۍ کې دا د ویرات کولي ۲۱ مه سلیزه وه، چې د اسټرالیا خلاف یې ثبت کړه.
ویرات کولي په یو ورځنیو لوبو کې ۳۹ سلیزې وهلي او له ټېنډولکرڅخه په یو ورځنیو لوبوسلیزو کې
یواځې لس سلیزې وروسته دی.
ویرات کولي په ۳۹ سلیزو کې ۲۲ سلیزې له هېواده بهر لوبو کې وهلي دي او یواځې ۱۷ سلیزې یې په هندوستان کې جوړې کړې دي.
سچېن ټېنډولکر بیا له کوره بهر په نورو هېوادونو کې ۲۹ سلیزې وهلي دي.
د سریلانکا جایاسوریا په یو ورځنیو لوبو کې له کوره بهر هېوادونوکې ۲۱ سلیزې وهلي دي.
ویرات کولي په ۱۳۴ یو ورځنیو لوبو کې له کوره بهر په ۱۲۹ پاڼیو توپ وهنه کې ۶ زره منډې پوره کړې او د چټکو شپږ زرو منډو جوړولو په نوملړکې لومړی شو.
ریکي پونټېنګ
Ricky Ponting دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
ریکي پونټېنګ د اسټرالیا لوبډلمشر او پخوانی لوبغاړی دی، نوموړي له اسټرالیا څخه بهر په ۱۵۷ پاڼیو کې ۶ زره مندې پوره کړي، چې د نوملړ دوهم ځای یې خپل کړی دی، هغه له ویرات کولي وړاندې په دغه نوملړکې لومړی و؛ خو اوس ترې ویرات کولي مخکې شو او پونټېنګ دوهم ځای ته راښکته شو.
سوراف ګنګولي
rahane reuters 647 112716105844 دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
سوراف ګنګولي چې د هندوستان کیڼ لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر و، په ۱۶۰ پاڼیو توپ وهنه کې ۶ زره منډې پوره کړي او په جدول کې دریم مقام کې دی.
برېن لارا
Lara دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
برېن لارا د ویسټ انډیز کیڼ لاسی توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر و، ده په ۱۶۴ پاڼیو کې ۶ زره منډې پوره کړي دي او د نوملړ څلورم ځای یې خپل کړی دی.
سچېن ټېنډولکر
sachin tendulkar ura85y4fzkh318v8494uwhfj7 دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
ټېنډولکر چې د هندوستان ټاپ ارډر توپ وهونکی و، په ۱۶۴ پاڼیو توپ وهنه کې یې ۶ زره منډې کړي دي.
جېکس کالېس
download 2 دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
جېکس کالېس د افریقا غوره الراونډر و، ده هم په ۱۶۴ پاڼیو توپ وهنه کې ۶ زره منډې پوره کړي دي او د جدول شپږم ځای یې نیولی دی.
کرېس ګېل
virat kohli chris gayle bcci دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
کرېس ګېل په ۱۶۷ لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي دي، دا ټولې منډې نوموړي له کوره بهر په نورو هېوادونوکې کړي دي.
سید انور
1505756415 245597 1505756505 noticia normal دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي Anwar دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
سید انور چې پاکستانی کیڼ لاسی توپ وهونکی و، نوموړي په ۱۷۰ پاڼیو کې ۶ زره منډې پوره کړي دي.
ایم ایس ډوني
ms15012019 دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
ایم ایس ډوني په ۱۷۳ پاڼیو کې له هېواده بهر ۶ زره منډې پوره کړې او د نوملړ نهم ځای یې قایم کړی دی.
کومارا سېنګاکارا
kumar sangakkara images دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي
کومارا سېنګا کارا چې د سریلانکا کیڼ لاسی توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر و، په ۱۷۴ پاڼیو کې یې ۶ زره منډو ته ځان رسولی او د جدول لسم او وروستی ځای یې خپل کړی دی.
سېنګا کارا په ۲۰۱۵ م کال کې له نړیوالو لوبو استعفا وکړه.