خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۹،۱ مېلیونو واوښتې او ترڅنګ یې د روغ سوو کسانو شمېر ۵ مېلیونو ته رسیږي.
ددې ترڅنګ له ۴۷۲ زرو تنو ډېر په ویروس اخته مړه سوي دي.
په نړۍ کي د کرونا وبا مرکز امریکا او برازیل بلل کیږي.
امریکا کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲،۳ مېلیونو اوښتي او په دې شمېر کي نږدې ۱۲۳ زره تنه مړه سوي دي.
تازه د امریکا په زړه ښار نیویارک کي بندیزونه نرم سوي او خلګ راوځي ترڅو بیا خپل کاروبارونه پیل کړي.
برازیل کي مړي تر ۵۱ زرو هم واوښتل، ټولي مثبتي پېښي یې تر ۱،۱ مېلیونو رسېدلي دي او حالت پکښي خورا کړکېچن دئ.
روسیه دریم هیواد دئ، مثبتي پېښي ۶ لکو ته رسیږي او تر ۸ زرو ډېر پکښي په ویروس اخته مړه سوي دي.
په مرکز مسکو کي یې هم بندیزونه ورځ په ورځ لیري کیږي.
هند بیا څلورم په ویروس ککړ هیواد دئ، مثبتي پېښي یې ۴۴۱ زرو ته رسیږي او مړيني پکښي تر ۱۴ زرو اوښتي دي.
په نورو آسیايي هیوادونو پاکستان، عربستان، ایران، قطر، بنګلهدېش، ترکیه، عمان او عراق کي لاهم هره ورځ زرګونه مثبتي پېښي ثبتیږي.
پاکستان کي مثبتي پېښي تر ۱۸۱ زرو ډېري سوي او مړیني پکښي تر ۳۵۰۰ اوښتي دي.
بلخوا سعودي عرب کي هم بندیزونه نرم سوي دي، د مسجدالحرام ترڅنګ یې په تېرو څو ورځو کي زرګونه مسجدونه بیا پرانیستل سوي او عبادتونه پکښي پیل سوي دي.
د سعودي د حج وزارت اعلان کړی، چي سږ کال د حج مراسم به ترسره سي خو د حجیانو شمېر به پکښي ډېر کم او یوازي عرب وي.
اروپا کي د ویروس مثبتي پېښي خورا کمي سوي، تر ټولو ځپل سوي هیواد برېتانیا کي یې ورځنۍ پېښي هم تر ۱۰۰۰ کښته سوي دي.
رسټورانټونه، پلورنځۍ او تر ټولو لوی صنعت د سیل ځایونو یې بیا ورځ په ورځ پرانیستل کیږي.
په اروپا کي تر ټولو لوی ځایونه چي ډېر ورباندي ټینګار کیږي د سیاحتي ځایونو بیا پرانیستل دي.
بلخوا په افریقا کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۳ لکو اوښتي دي.
مړیني یې تر ۸ زرو اوښتي او روغ سوي پکښي تر ۱ لک ۵۳ زرو ډېر سوي دي.