
د کرکټ نړیوال شنونکي او مینوال وایي، د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ د مهمو سیالیو په لړ کې له باران سره د ښو تدابیرو مقابله کې پاتې راغلې ده.
دوی وایي د کرکټ نړیوالې شورا تر اوسه داسې وسایل نه دي موندلي، چې د باران پر وخت مهمې لوبې ممکنې کړي.
دا شنونکي زیاتوي د کرکټ نړیواله شورا باید داسې وسایل پېدا کړي، چې په سختو بارانونو کې هم مهمې سیالۍ ترسره شي، ترڅو د کرکټ د مینوالو تنده ماته شي او هم لوبډلې وکولای شي، چې وړتیاوې تثبیت کړي.
رښتیا هم کرکټ د نړۍ په کچه ډېر زیات مینوال لري او په دې کې بیا د هر هېواد لوبډله د خپلو هېوادوالو مینوالو بې کچې مینې سره مخ ده.
د لوبډلو دا مینوال غواړي، چې د خپلو لوبډلو لوبې د چېنلو او رسنیو له لارې تعقیب کړي؛ خو کله چې باران لوبې بې پایلې کړي، د دوی زړونه ماتېږي او بیا له کرکټ نړیوالې شورا څخه هم نهیلي کېږي.
د کرکټ شنونکي وایي مهمې لوبې لکه نړیوال جامونه باید په داسې هېوادونوکې ترسره شي، چې هلته هوا معتدله وي او بارانونه پکې نه وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې ۱۱ مه لوبه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ باران لغوه کړه او دواړو لوبډلو له لوبو ترسره کولو پرته یوه، یوه نومره په مساوي ډول واخېستې.
پنځلسمه لوبه بیا د سهیلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ د باران له امله بې پایلې شوه او د جون په ۱۱ مه نېټه د سریلانکا او بنګله دېش لوبه هم باران بې پایلې کړه.
د نړیوال جام په لومړي سرکې درې لوبې باران بې پایلې کړي دي او دې چارې په لوبډلو، لوبغاړو، مینوالو او نړیوال جام باندې منفي تاثیرات کړي دي.
د لوبغاړو هیلې رژېږي، ننداره کوونکي مایوسه کېږي، د دوی تنده نه خړوبېږي او پېسې هم په ښه ډول نه راټولېږي، کله چې لوبې کېږي، نو ډېر زیات مینوال ورته د ټکټ په بدل کې راځي او چې باران وي بیا نو ننداره کوونکي ننداره له لاسه ورکوي او د کرکټ شورا د ټکټونو پېسې له لاسه ورکوي.
د لوبو په اوږدو کې د افغانستان او سریلانکا لوبه هم باران دوه ځلې وځنډوله او بالاخره د افغانستان په ماته پای ته ورسېده.
د کرکټ نړیواله شورا هم دا مني، چې باران په لوبو کې مداخله کوي او سیستم ګډوډوي.
خو د دغې ستونزې حل په موخه طرحه نه ده وړاندې کړې او نه یې هم کومه ژمنه کړې.
دا چې د کرکټ نړیواله شورا د باران پرمهال د ویشتن ځایونو پټولو ته له ځېنو پوښونو او ترپالونو کار اخلي؛ خو ځېنې وخت باران دومره اوږود شي، چې بیخي ونه درېږي او لوبه بې پایلې کړي.
دا چې د کرکټ نړیواله شورا به وکولای شي، چې راتلونکي کې دغې ستونزې ته د حل ټکی پېدا کړي کنه، ډېره پورې ستونزمنه خبره ده.
خو اسټرالیا بیا داسې یو لوبغالی لري، چې سریې پټ دی او د باران پرمهال پرې هم لوبه کول ممکن دي.
که د کرکټ نړیواله شورا په هر هېواد داسې دوه، دوه لوبغالي جبري کړي او په هېوادونوکې جوړشي بیا به ډېره پورې د باران پرمهال مهمې لوبې ممکنې شي.
هم به مینوال خوښ وي او هم به د کرکټ نړیواله شورا له کړاو خلاصه وي.