
په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام نړیوال بانک وايي، د دوامداره ستونزو، ناڅرګندنه پالیسو، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو د کمېدو او پاکستان سره د افغانستان د وروستیو ټکنیو سوداګریزو اړیکو له امله د دې هیواد اقتصادي وضعیت په بې ثباته حالت کې دی.
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې چې پرون دوشنبه د (فبرورۍ ۱۷مه) یې خپور کړی ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان سوداګریز کسر ۵۴ سلنه زیات شوی چې ۹ ملیارده ډالره کیږي او دا د افغانستان د ناخالصو تولیداتو د ۴۵ سلنې معادل دی.
نړیوال بانک دغه شان ویلي، په افغانستان کې د فقر دوامداره لوړه کچې، بې روزګارۍ او د سرچنیو محدودیت، میلیونونه افغانان چې لا له وړاندې د کلونو جګړو او د طبیعې پېښو څخه رنځ وړي له خطر سره مخ کړي دي.
افغانان په څه وضعیت کې دي؟
یو شمېر افغانان هم وايي چې د سختې بې کارۍ له امله له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
د کابل اوسیدنکی ګل الرحمن وايي، “اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي، زه همدا اوس په یو هوټل کې په ۱۵۰ افغانۍ کار کوم چې دا زما د اته نفري کورنۍ لپاره بسنه نه کوي، په کرایي کور کې اوسیږو، ماشومانو د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځیو ته نه شو استولی، موږ ته باید د کار او روزګار زمینه برابره شي. “
اختیارالدین چې په میدان وردګو کې ژوند کوي بیا وايي، “بې کاري بیخي زیاته شوې ده، له سهاره تر ماښامه په کار پسې ګرځو خو هیڅ په لاس نه راځي، لاره رانه ورکه ده چې څه وکړو، له حکومت نه مو غوښتنه داده چې کاري زمینې رامنځته کړي ځکه بې کارۍ لوی مرض دی او له مو یې لوری ورک کړی دی. “
دوی له نړیوالي ټولنې غوښتنه کوي چې له افغانانو سره دې په بیلابیلو برخو کې مرستې وکړي.
د نړیوال بانک په راپور کې تازه څه دي؟
د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي چې تیر کال افغانستان د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادارت درلودل چې په عمده توګه د ډبرو سکرو او نساجي په صادراتو کې پنځه سلنه کموالی راغلی و.
دغه بانک دا هم ویلي چې د افغانستان د ډبرو سکرو صادارت په ۲۰۲۴ کال کې ۶۴ سلنه کم او ۹۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، ځکه د راپور په ټکو دا مواد اوس د پخوا په پرتله پاکستان ته هم کم صادریږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د معلوماتو او احصایې ملې ادارې بیا د شنبې په ورځ ( د فبروري په پنځلسمه ) د افغانستان د ټولو صاداراتو په اړه ویلي وو چې د روان کال د قوس میاشتې په پرتله په جدي میاشت کې ۲۸ میلیونه ډالره کم شوي دي.
د نړیوالو بانک په تازه راپور کې بیا د عوایدو د راټولو په برخه کې ۱۱ عشاریه ۵ سلنې زیاتوالي په اړه هم ویل شوي او زیاته شوې چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۲ مې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۱ مې ۱۹۰،۵ ملیارده افغانۍ چې ۲ عشاریه ۵ ملیارده ډالره کیږي مالیه راټوله او دا د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو ۱۲ سلنه کیږي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د بې کارۍ، بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو په اړه د خلکو شکایتونه په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د ښځو په وړاندې د دوی د ځپونکو اقداماتو له امله د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي چې دې وضعیت نور هم خرابه کړی دی.
له تیرې جنوري میاشتې د امریکا حکومت ټولو هیوادونو سره خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي “د امریکا بهرنۍ مرستې او د رسولو په برخه کې یې بیروکراسي د امریکا له ملي ګټو سره همغږي نه لري او په ډېرو مواردو کې د دې هېواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.”
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د تېرې جنورۍ په ۶مه نېټه په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان، چې د دې هېواد د نفوس نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا خبرداری ورکړی چې د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر مارچ پورې د بودجې د نشتوالي له امله د روغتیا، زدهکړو، خوړو او سرپنا په ګډون ځینې مهمې مرستې د بندېدو له خطر سره مخ دي.