د یوه نوي کار و بار د پیلولو لپاره شل کلیدي ټکي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: عطا محمد میاخېل

د یوه نوي کارو بار پیلول او کار رامنځته کول، د ډېری کسانو موخه او هیله ده، خو دا موضوع ځانګړي تخنیکونه، اصول، قواعد، لارې چارې او تګلارې لري او له توپیري  فرصتونو، ګواښونو سره مل دی، چې باید هغو ته په دقت کولو سره، په دې کړنه باندې لاس پورې کړئ.
د دې لیکنې په دوام  په شلو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، له دې امله تاسو ته بلنه درکوو، چې دا لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

۱ ـــ له مشتري سره مستقیمه اړیکه

د یوه نوي کاروبار د پیلولو لپاره، باید له مشتري سره مستقیمه اړیکه ولرئ او په اړتیاوو باندې یې پوه شئ. ترڅو چې یوه تشه او اړتیا مو نه وي احساس کړي، نو کارو بار مه رامنځته کوئ.

۲ ـــ له ماتې وروسته یو ځل بیا هڅه

په دې باندې پوه شئ، چې د لارې په اوږدو کې تل، خراب کاریو، ماتو او ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږئ، تل د یو ځل بیا هڅې لپاره ځان چمتو کړئ.

۳ ـــ د نویو آیډیاوو (نظریاتو) او تګلارو رامنځته کول

هېڅکله شته وضعیت مه منئ، ځیرک واوسئ، نوې آیډیاوې او تګلارې پیدا کړئ او البته په ټولو آیډیاوو پسې مه ځئ او خپلو موخو او آیډیاوو ته د رسېدو لپاره، لومړیتوب بندي وکړئ.

۴ ـــ د خپل او همکارانو د لیدلوري بررسي کول

خپل لیدلوری له همکارانو سره مو بررسي کړئ او په دې باندې پوه شئ چې څه غواړئ او غواړئ چېرته ورسېږئ؟ کله چې پوه شئ غواړئ چېرته لاړ شئ، په هر نسیم او باد سره نه ځای پر ځای کېږئ او هغه همکاران چې واقعاً له تاسو سره نه دي او دغه راز لاره یې له تاسو سره یوه نه ده، ستاسو د کارو بار په سازمان کې به پاتې نه شي.
۵ ـــ د یوې سترې موخې ټاکنه
ستره موخه وټاکئ او هغې ته د رسېدو په لاره کې هڅې وکړئ. د کارو بار د پیلولو پرمهال بلند پروازه واوسئ او سترې موخې په نښه کړئ.

۶ ـــ د یوې آیډیا ژباړه او په عمل کې یې پلې کول

هغه څه چې مهم دي آیډیا نه، بلکې مهم یې عملي کول دي. ومنئ چې د کارو بار راز د  یوې آیډیا ژباړه او په عمل کې یې پلي کول دي.
سخت کار، د کارو بار حقیقت دی او سترې آیډیاوې ارزانه دي، نو په دې باندې پوه شئ چې سخت او ستړی کوونکی کار، د یوې آیډیا عملي کول دي، چې د توپیر د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

۷ ـــ په خپلې آیډیا او کارو بار باندې باور کول

یو له وېرونکو څیزونو څخه، چې ځوان کار رامنځته کوونکي، چې د یوه کار و بار د رامنځته کولو پرمهال ورسره مخ کېږي، دا دی، چې څنګه د دې کار پیسې چمتو کړم؟
تاسو باید په دې لاره کې، ښه موخه وټاکئ، په خپل کارو بار او آیډیا باندې باور ولرئ، آیډیا او خپل ځان ته مو بازار موندنه وکړئ، تبلیغات مو باید راڼه، دقیق او هڅوونکي وي او په عین حال کې څارل هم مه هېروئ.

۸ ـــ د بالقوه شتمنو او پانګه اچوونکو کسانو پیدا کول

د چارو په څارنه کې هڅه وکړئ، بالقوه پانګه اچوونکي او شتمن کسان پیدا او ورسره اړیکه ټینګه کړئ، که چېرې ورسره په اړیکه ونه اوسئ، دا ومنئ، چې په خپلې بازار موندنې او تبلیغاتو سره سره، مو ښایي د بېلابېلو دلایلو په مرسته یوې او بلې خوا ته وځغلوي، نو تل له هغو سره په اړیکه واوسئ، له هغوی څخه ډېر ژر وروستی ځواب ترلاسه کړئ او خپل کارو بار ته رونق ورکړئ.

۹ ـــ ناسمې پانګه اچونې مه کوئ

د نورو له پیسو سره داسې چلند وکړئ، چې ګواکې خپلې مو دي، ناسمې پانګه اچونې مه کوئ او تر کومه ځایه چې کولای شئ هغه پانګوال، چې له تاسو سره مل او تر څنګ مو نه دي، په خپل ټولي باندې یې مه ور زیاتوئ.

۱۰ ـــ د زیان مخه ونیسئ

هر کله مو چې داسې احساس وکړ، چې لاره غلطه ده او د زیان لیدلو په حال کې یاست، په غوره شونې بڼه د زیان مخه ونیسئ او په تېروتنو او غلطه لاره باندې ټینګار مه کوئ.

۱۱ ـــ لګښتونه کنټرول کړئ

د یوه کارو بار د اداره کولو پرمهال له دې ساده اصل څخه پیروي وکړئ: ډاډه شئ له هغه څه څخه ډېر چې لګښت کوئ، پیسې ترلاسه کوئ او په دې باندې پوه شئ، له هغه ځایه چې په ډېری نویو کاروبارونو  کې، ګټې او سرچینې یې، د وړاند وینې وړ نه دي، مهم د کارو بار موډل دی، چې تاسو ته دا شونتیا درکوي، ترڅو لګښتونه کنټرول کړئ.

۱۲ ـــ د خپل ځان لپاره سوداګریز نوم رامنځته کړئ   

کله چې د کار و بار یو موډل رامنځته شو، اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې په ټولنه کې خپل سوداګریز نوم رامنځته کړئ، له پیله د برنډ جوړولو په فکر کې مې اوسئ، کله مو چې داسې احساس وکړ، چې کولای شئ، په دې موډل او په دې سوداګرۍ سره، کار وکړئ او پیسې ترلاسه کړئ، نو د برنډ جوړونې او لا دېرو تبلیغاتو په لور حرکت وکړئ.

۱۳ ـــ د جذب او ګمارنې تګلارو ته بدلون ورکړئ

د نویو کارو بارونو له ننګونو څخه یوه، د انساني ځواکونو او استعدادونو په حذبولو کې له سترو پخوانیو شرکتونو سره سیالي او رقابت کول دي، خو دا ننګونه هم د حل لاره لري. باید دا درک کړئ، چې افراد ولې د کار کولو لپاره ستاسو په لور را مات شي؟
د جذب او ګمارنې تګلارو ته بدلون ورکړئ، د نورو په پرتله خپل جذابیت زیات کړئ او په دې باندې پوه شئ، چې ډېری کسان له پیسو څخه زیات د نورو څیزونو غوښتونکي دي، لکه پام او مننه.

۱۴ ـــ د غوره کسانو د ګمارنې لپاره د جذابیت رامنځته کول

د غوره کسانو د ګمارنې لپاره د جذابیت له رامنځته کېدو سره، هڅه وکړئ، چې په خپلو غرایزو باندې  اعتماد وکړئ او هغه مو چې نه خوښېږي، جذب یې نه کړئ او له دې ستونزې څخه، چې د سترو شرکتونو ګرېوان نیونکې ده او ډېری کارمندان پرته له دې چې خوښ یې شي یو د بل ترڅنګ کار کوي، ځان لرې کړئ. هڅه وکړئ، چې د خپل ځان او همکارانو لپاره دوستانه چاپېریال رامنځته کړئ، ترڅو ښه ګټور توب ولرئ.

۱۵ ـــ په خپل نوم او شخصي برڼد باندې کار وکړئ

په خپل نوم او شخصي برنډ باندې هم کار وکړئ، ډېری افراد او ستاسو مشتریان، مخکې تر دې چې خوښه یې شي، د شرکت له یوه برنډ او د شرکت له یوه نوم سره کار وکړي؛ لېوالتیا لري د یوه نوي کار و بار له خاوند سره، چې په خپله یو برنډ دی او یو ځانګړی شخصیت لري. کار وکړي. یا خپل ځان او یا هم په کارو بار کې خپله څېره پیاوړې او مطرح یې کړئ.

۱۶ ـــ د «نه» ځواب جدي مه نیسئ

هېڅکله د «نه» ځواب جدي مه نیسئ. کار رامنځته کوونکی باید سرسخت وي او د نه ځواب ومني او د غه راز د هغو ستونزو او خنډونو په اړه، چې باید له مخې لري شي، فکر وکړي.
سرسخت اوسېدل او د مشتریانو، شرایطو او چاپېریال «نه» ته نه پام کول، ډېره زیاته مهمه موضوع ده، چې نباید ترې ناخبره پاتې شئ د «هوبرمن» په وینا دومره سرسخت واوسئ چې داسې احساس وکړئ، چې د پخو خښتو په دېوال باندې د خپل سر د جنګولو په حال کې یاست، خو باید پوه شئ، چې له دېوال سره د خپل سر له څو ځله جنګولو وروسته، دې ته متوجه کېږئ، چې ستاسو سر سختي د پخو خښتو له دېوال سره د خپل سر د جنګولو بدیل دی، هغه وخت باید دوام ورنه کړئ.

۱۷ ـــ په توپاني اوبو کې د کارو بار کښتۍ ته لارښوونه کول

د کار رامنځته کوونې له نورو ننګونو څخه، کړکېچونه او ستونزې دي او مهمه موضوع په توپاني اوبو کې د کارو بار کښتۍ ته لارښوونه کول دي. په دې برخه کې نباید ووېرېږئ.      د رامنځته شوي وضعیت په اړه، له خپل ځان پانګه اچوونکو او شریکانو سره مو رښتینی واوسئ.
مه پرېږدئ، چې د شرکت پیسې وسوځېږي او له کړکچ وروسته، له خاورو څخه د سر را پورته کولو لپاره آرامه او هوسا واوسئ او د یوې سټراټیژي او د یوې دقیقې، شمېرل شوې او واحدې پروګرام جوړونې پر بنسټ په اقدام لاس پورې کړئ.

۱۸ ـــ د خپل کارو بار د پراختیا لپاره بیړه مه کوئ

د خپل کارو بار د پراختیا لپاره بیړه مه کوئ، حتا که د دې لپاره ډېر زیات فشار هم وي. کار ته مو تر هغه وخته، چې شرکت یې وړتیا نه لري، پراختیا مه ورکوئ. لومړی د ګټې، کارو بار، بازار موندنې او لګښتونو موډلونه بررسي کړئ، له دې وروسته په ازمېښتي پراختیا باندې لاس پورې کړئ او ورو ورو خپل ځان او کار و بار ته مو پراختیا ورکړئ.

۱۹ ـــ تجربه ترلاسه کړئ او په نویو کارونو پسې وګرځئ

د کارونو د ترسره کولو لپاره باید تجربه ترلاسه کړئ او په نویو کارونو پسې وګرځئ، باید وې ازمایئ، له تدبیره کار واخلئ او په موخه لرونکې توګه په هر وضعیت باندې برید وکړئ، تدبیر په هره برخه کې مهم دی، څه د کار په پیلولو کې وي او څه د کار په پراختیا کې، په هره شېبه کې له تدبیر څخه کار واخلئ.

۲۰ ـــ له هغه کار سره مینه لرل، چې ترسره کوئ یې

له هغه کار سره مینه لرل، چې ترسره کوئ یې، ډېر مهم دي. یو کار رامنځته کوونکی او دغه راز د یوه نوي کار و بار رامنځته کوونکی، هرومرو باید له خپل کار سره مینه ولري. له خوبه د را پاڅېدو پرمهال باید هیجاني وي، باید د خپل کارو بار د پراختیا لپاره، نوې آیډیاوې وړاندې کړي او له خپل کار څخه خوند واخلي، که دا احساس نه لرئ، نو نه شئ کولای چې یو ښه کار رامنځته کوونکی واوسئ.