د ښځو نړيواله ورځ او د نړيوال جام پايلوبه!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
نن د ښځو نړيواله ورځ او د ښځينوو د نړيوال جام پايلوبه ده.
د ښځينوو نړيوال جام دوې مخکښي لوبډلي هندوستان او اسټراليا نن تر غرمې مخکي ۱۱:۳۰ بجې د جام د پورته کولو لپاره خپل زور ازمايي.
img 20200308 0918145777965726995824082 د ښځو نړيواله ورځ او د نړيوال جام پايلوبه!
پايلوبه د اسټراليا په ميلبورن کريکټ لوبغالي کي ترسره کيږي.
اسټراليا ښځينه کريکټ لوبډله څلور ځلي ددې جام اتله سوې ،يوځل تر نيمه پايلوبي تللې او يوځل يې دويم مقام ګټلی دی.
img 20200308 0917382459737827122739917 د ښځو نړيواله ورځ او د نړيوال جام پايلوبه!
هندوستان تر اوسه د ښځينوو نړيوال جام ندی ګټلی،دا يې لومړی ځل دی چي پايلوبي ته ځي،دوه ځلي تر نيمه پايلوبي تللي او درې ځلي په ګروپي لوبو کي وتلي دي.
img 20200308 092142646158043225825475 د ښځو نړيواله ورځ او د نړيوال جام پايلوبه!
د نن پايلوبي لپاره دواړو لوبډلو د پوره چمتوالي خبر ورکړی،پداسي حال کي چي د اسټراليا پياوړې الراونډره ايلايز پيري د زخمونو له کبله لوبه نسي کولای.
img 20200308 0917519037756836388924254 د ښځو نړيواله ورځ او د نړيوال جام پايلوبه!
اسټرالياوی تيزتوپ اچوونکی ميچل سټارک هم د خپلي ميرمني اليزا هيلي د لوبي کتلو لپاره سويلي افريقا کي خپله لوبډله لا له وړاندي پريښې وه او نن به د ښځينوو نړيوال جام ننداره له نيږدې وکړي.
fb img 15834816595261269959109999220744 د ښځو نړيواله ورځ او د نړيوال جام پايلوبه!
دا چي نن د ښځو نړيواله ورځ ده لا له وړاندي دا پلان نيول سوی وو چي پايلوبه بايد په همدې ورځ وي.