
خبريال: مدثر دعوت
د بريتانيا حکومت د کرونا ويروس څخه د خلکو د ساتنۍ په لړۍ کي اوس ښځينوو ته د هغوی کورونو ته د جنين د سقط ټابليټونه ليږي.
په انګلستان سکاټلينډ او ويلز کي د پوستې له لاري اوس هره ښځه کولای سي يادي ګولۍ ترلاسه کړي خو تر اوسه لا په شمالي ايرلينډ کي دا خدمات ندي فعاله سوي.
د بريتانيا د اميندوارۍ مشورتي خدمت انډپينډينټ ته تائيد کړې چي د هر ليري واټن لپاره زموږ امکانات چمتو دي خو که چيري اوميندواري تر ۱۰ اونيو واوړي کلنيک ته د تلو اړتيا سته.
د مارچ په ۲۳مه نيټه د بريټانيا د روغتيا ادارې له لوري يو سند خپور سوی وو چي نور ميرمني اړتيا نلري چي روغتونونو ته د ماشوم د سقط (زيان) لپاره ولاړي سي.
وروسته وويل سوه چي دا سند هسي په غلطۍ کي نشر سوی، ټولي ښځينه باید روغتونونو ته ولاړي سي ،خو د مارچ په ۲۴مه د روغتيا وزير په پارلمان کي سياسيونو تر سخت فشار لاندي راويستلی وو چي خپل سند عملي کړي تر څو د کرونا ويروس د خپريدو کچه راکمه سي.