د نړيوال کرکټ د تاريخ ۱۰ بې مثاله ښځينه کرکټرانې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
که څه هم موږ تل د نارينه کرکټرانو، د برياوو، ريکارډونو او لوبو په اړه خبرې کوو، خو په نړۍ کې داسې کرکټراني هم شته چې تر نارينوو څو چنده غوره ثابتي شوي دي.
کله چې کرکټ پرمختګ کوي، ښځينه نړيوال کرکټ هم رامنځته کيږي، ښځينه لوبغاړي ريکارډونه جوړوي او په خورا ښه تخنيک او جذباتو سره لوبې ترسره کوي، د ښځينه کرکټ پرمختګ په کرکټ کې لوی بدلونونه راويستي، اوس يوازې نارينه کرکيټران مينوال نه لري او نه هم يوازي دوی د خلکو په زړونو او ژبو حکومت کوي، اوس په نړيوال کرکيټ کې داسې ښځينه پياوړي لوبغاړې شته چي په زرګونو منډې يې ترسره کړي او ډيري زياتي ویکټې يې ترلاسه کړي دي.
په تيرو څو کلنو کي د ښځينه کرکټ په برخه کې ډيرې مرحلې ليدل شوي: په دغه لړ کې د ښځينه لوبغاړو بشپړ مسلکي قراردادونه، د شل اوريزو ليګونو زياتوالی، لکه WBBL,KSL په څېر، او په 2017 ز کال کې تر ټولو لوی ښځينه نړيوال جام، چې د اټکل له مخې يې کابو 150 ميليونو کسانو څخه زيات ليدونکي درلودل.
ښځينه کرکيټ د نارينوو د کرکيټ سره يو څه توپير لري، د لوبډلو کموالی، لنډې بونډرۍ، د توپ سپکوالی او ځيني نور مسائل.
په هرصورت، تاسو به د ځينو اوسنيو ښځينه کرکټرانو په اړه مالومات شايد ولرئ، او په دوی کې به ستاسو د خوښې کرکټرانې هم وي، خو زه يقيني يم چې تاسو به هغه کرکټرانې نه پيژنئ چې د ښځو لپاره يې د کرکټ پيل کړی، ريکارډونه يې جوړ کړي او نړۍ يې احترام ته لاس پرنام ولاړه ده.
راشئ د کرکټ د تاريخ د پخوانيو، افسانوي او غوره ښځينه کرکټرانو په اړه چې خپل نومونه يې په سروزرو ليکلي، دغه ليکنه تر پايه ولولو.
۱ـ چارلوټ ايډوارډز ( انګليستان )

چارلوټ ايډوارډز يوازې د ۱۶ کلونو په عمر وو چې نړيوال کرکټ ته يې مخه کړه.
يوه بې مثاله اوغوره توپوهونکی وو.
د نارينوو او ښځينوو له منځه، چارلوټ د کرکټ د تاريخ لومړنۍ کرکټره ده چې په ۲۰ اووريزو لوبو کې يې ۲۵۰۰ منډي وکړې.
چارلوټ د ۱۰ کلنې لوبډلمشرۍ سره سره د انګليستان کرکټ ته د شل کلن خدمت وکړ.
دې په خپلي لوبډلمشرۍ کې ۴ د اشيش کپونه، او په ۲۰۰۹زکال کې د ښځو نړيوال جام او شل اووريز نړيوال جام ګټلي دي.
۲ـ بلينډا کلارک ( اسټراليا )

د اسټراليا کرکټ پخوانۍ لوبډلمشره بلينډا کلارک، په ۱۹۹۱ز کال کې د ۲۳ کلونو په عمر وه چې د لوبډلمشرۍ لپاره انتخاب شوه.
بلينډا په ۲۰۰۵ز کال کې تقاعد شوه، خو دې خپله لوبډله ۱۰۱ ځلې بريا ته رسولې چې دا ريکارډ تر اوسه هيڅ يوې لوبډلمشري نه دی مات کړی.
دې دوه ځلې د اسټراليا لپاره د ښځينوو نړيوال جام ګټلی دی.
۳ـ ليټ ريچل هيهو فلينټ ( انګليستان )

د ښځينه کرکټ په تاريخ د ليټ ريچل هيهو فلينټ نوم يو بې ساری او د عزت څخه ډک ياديږي.
دې په ۱۹۷۳ز کال کې د انګليستان د لوبډلمشرې په حيث نړيوال جام پورته کړ.
ددې ۲۰ کلن خدمت د انګليستان ملي لوبډلې لپاره نه هيريدونکی دی.
ليټ ريچل په ۲۰۱۷ز کال کې د ۷۷ کلونو په عمر مړه شوه.
د کرکټ نړيوالي شورا د کال غورې کرکټري جايزې نوم (ليټ ريچل هيهو فلينټ ايوارډز ) ته تبديل کړ.
لا تراوسه هم، ريچل د يوې پياوړي او نه ماتيدونکې کرکټرې په نوم ياديږي، که څه هم اوس ښځينه کرکټ ډېر پرمختګ کړی.
په يو ورځنيو لوبو کې د ليټ ريچل هيهو فلينټ لوړې منډي ۱۱۴ دي.
۴ـ انجوم چوپړا ( هندوستان )

د ښځينه کرکټ په تاريخ کې د انجوم چوپړا نوم د احترام او درناوي سره سم اخيستل کيږي.
انجوم د ۱۷ کلونو وه چې نړيوال کرکټ يې پيل کړ، خو په خپل دويم سيريز کې د انګليستان په وړاندې د سيريز غوره لوبغاړې ونومول شوه.
ددې په ۱۷ کلن سفر کې هندوستانۍ لوبډله د ۲۰۰۵ز کال د نړيوال جام ترپايلوبې ورسيدل، خو بخت يې په پايلوبې کې د اسټراليا په وړاندي کار ونه کړ.
انجوم چوپړا اوسمهال يوه وتلې او تکړه کمينټره ده.
۵ـ اينيډ باکويل ( انګليستان )

يوه بله انګريزه کرکټره اينيډ باکويل، نړۍ د پياوړو کرکټرانو څخه ده.
باکويل په ۱۲ ټيسټ لوبو کې په ۱۶.۱۳ اوسط سره ۱۰۷۸ منډې ترسره کړي او ۵۰ ویکټې يې ترلاسه کړيدي.
اينيډ باکويل د انګليستان د کرکټ په تاريخ کې نه تکراريدونکې کرکټره ده، دې په خپله لومړنۍ ټيسټ لوبې کې دا سټراليا په وړاندې ۱۱۳ منډې ترسره کړې، نو ځکه يې په لوبډله کې خپل ځای پوخ کړ.
دې په خپلې لومړني ښځينه نړيوال جام پايلوبه کې چې په ۱۹۷۳ز کال کې ترسره شو، ۱۱۸ منډي وکړې، چې په پايله کې يې انګلينډۍ لوبډله د نړيوال جام اتله کړه.
دې په خپلې وروستۍ ټيسټ لوبه کې سليزه ترسره کړه او ۱۰ ویکټې يې ترلاسه کړې.
۶ـ کټرين فيټزپاټريک ( اسټراليا )

کټرين فيټزپاټريک، د خپل وخت بې سارې توپ اچوونکې وه چې هيڅ يوه توپوهونکې يې په وړاندي نه شوای دريدلای.
کټرين دوه ځلې، په ۱۹۹۷ز کال او ۲۰۰۵ز کال د خپل هيواد لپاره نړيوال جام وګاټه.
دا همدارنګه لومړنۍ توپ اچوونکې ده چې په يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۵۰ ویکټي ترلاسه کړيدي.
کټرين فيټزپاټريک، د خپل ټيسټ او يو ورځنيو لوبو مسلک ته په ۱،۹۱ ايکونومي ريټ سره خاتمه ورکړه.
۷ـ ډيانا ايجولجي ( هندوستان )
ورو کين لاسې توپ اچوونکې ډيانا ايجولجي، د هندي ښځينه کرکټ لپاره د وياړه ډک نوم دی.
دې په ۱۹۷۶ز کال کې نړيوال کرکټ ته مخه کړه، ۲۰ ټيسټ او ۳۴ يو ورځنۍ لوبې يې ترسره کړيدي، چې په ټيسټ کې يې غوره توپ اچوونه د ۶۴ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي.
په ۱۹۸۳ز کال کې د هندوستان حکومت د ارجونا په نوم جايزه ونوموله، دې ته همدارنګه د پدما شيري په نوم جايزه هم ورکړل شوې.
۸ـ کارين رولټون ( اسټراليا )

د کرکټ نړۍ یوه بله افسانه، کارين رولټون دوه ځلې د اسټراليا کرکټ د کال د غوره ښځينه کرکټرې په جايزې ونازول شوه.
کارين د ټيسټ د ۱۴ لوبو په ۵۵.۶۶ اوسط درلودلو سره ۱۰۰۲ منډي کړيدي.
دې په خپل ۱۴ کلن مسلک کې اسټراليا څلور ځلې اتله کړېده.
د کارين رولټون په يوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډي په ۲۰۰۱ز کال کې د انګليستان په وړاندې ۲۰۹ ناسوځېدلې دي.
۹ـ ليټ بټي ويلسن ( اسټراليا )

د نړۍ د برياليو کرکټرانو سره یوځای د ليټ بيټي نوم هم اخيستل کيږي.
دا د کرکټ د تاريخ لومړنۍ لوبغاړې ده چې په يوه لوبه کې یې سليزه وهلې او لس ویکټې يې هم ترلاسه کړې، تر دې مخکي نه نارينه او نه هم ښځينه کرکټرانو داسې کارنامه ترسره کړې ده.
ويلس وايي ما کرکټ د خپل کلي په کوڅو کې د څراغ رڼا ته زده کړی.
دې په ۱۱ ټيسټ لوبو کې ۸۶۲ منډې ترسره کړي او ۶۸ ویکټې يې ترلاسه کړيدي.
د ځوانې کرکټرې جايزه او په ۲۰۱۷ز کال کې ورته د الن بارډر جايزه هم ورکړل شوه.
۱۰ـ ډبي هوکيلي ( نيوزلينډ )

ډبي هوکيلي د ۲۱ کلونو وه چې د ملي لوبډلې لوبډلمشره وټاکل شوه.
دا د ۱۵ کلونو په عمر وه چې نړيوال کرکټ يې پيل کړ، نو همدا لامل وو چې ځواني يې په کرکټ کي تيره شوه.
هوکيلي د کرکټ د نړۍ لومړنۍ لوبغاړې ده، چې ۱۰۰ يو ورځنۍ لوبې يې ترسره کړي او ۴۰۰۰ منډي يې پوره کړيدي.
د ۲۰۰۰ز کال ښځينوو نړيوال جام، هوکيلي د نيوزلينډ په نوم پورته کړ.