د استرالیا ښځینه بیګ باش لیګ، تازه حال

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ښځينه بېګ باش لیګ سیالۍ چې د ۲۰۱۸ م کال د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، په کې څلور لوبډلې چې ترنیمه پایلوبو رارسېدلې وې، سېډني تندر، برېسبېن هیټ، سېډني سېکسرز او مېلبورن رېنېګېډز دي.
په لومړۍ نیمه پایلوبه کې برېسبېن هیټ لوبډلې، سېډني تندر ته په ۴ منډو ماته ورکړه، چې تندر لوبډله له سیالیو بهر شوه او برېسبېن هیټ لوبډله تر پایلوبې ورسېده.
دوهمه نیمه پایلوبه کې سېډني سېکسرز لوبډله له مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره مخ شوه، چې سېکسرز لوبډلې، مېلبورن لوبډلې ته په سوپر اور کې ماته ورکړه او سېکسرز لوبډله پایلوبې ته ولاړه او د جنوري په ۲۶ مه نېټه به له برېسبېن هیټ لوبډلې سره پايلوبه وکړي.
ښځينه بېګ باش لیګ او پړاوونه یې
د دې سیالیو طرحه په ۲۰۰۷ م کال کې جوړه شوه؛ خو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ او ۱۶ م کلونو کې ترسره شوې.
د دې لیګ لومړی پړاو د سېډني تندر لوبډلې له خوا وګټل شو، سېډني تندر لوبډلې سره سېډني سېکسرز لوبډله پایلوبې ته وتلې وه، چې تندر لوبډلې ورته په درې وېکټو ماته ورکړې وه او اتلولي یې ګټلې وه.
دا دواړه لوبډلې د اسټرالیا په سېډني ښار پورې تړاو لري.

سېډني سېکسرز ښځينه لوبډلې، سېډني تندر لوبډلې ته د ۷ وېکټو په نقصان سره ۱۱۵ منډې کړې وې او تندر لوبډلې ته یې ۱۱۶ منډې هدف ورکړی و.
تندر لوبډلې دا هدف د شلم اور په دریم توپ پوره کړی و او په درې وېکټو یې سېکسرز لوبډلې ته ماته ورکړه.
دوهم پړاو ښځينه بېګ باش لیګ
دوهم پړاو ښځينه بېګ باش لیګ په ۲۰۱۶ او ۱۷ م کلونوکې ترسره شو، چې سېډني سکسرز او پېرت سکارچرز لوبډلې پایلوبې ته وتلې وې.
سېډني سېکسرز لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډې جوړې کړې وې او ۱۲۵ منډې هدف یې پېرت سکارچرز لوبډلې ته ورکړی و.
سکارچرز لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې وکړې او لوبه ترې سېکسرز لوبډلې په ۷ منډو وګټله، دا دوهم پړاو و، چې سېکسرز لوبډلې پکې لومړی ځل اتلولي واخېسته.
دریم پړاو ښځينه بېګ باش لیګ او اتله لوبډله یې
دریم پړاو بېګ باش لیګ په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې ترسره شو، چې پایلوبې ته پکې سېډني سېکسرز او پېرت سکارچرز لوبډلې یو ځل بیا ووتلې.
پېرت لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې کړې وې او سېکسرز لوبډلې ته یې سل منډې هدف ورکړې و.
سېډني سېکسرز لوبډلې دا هدف په ۱۵ اورونو کې د یوې لوبغاړې په سوځېدو سره پوره کړ او سکارچرز لوبډلې ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.
سېکسرز لوبډلې د دوهم ځل لپاره د دغه لیګ اتلولي واخېسته.
۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې څلورم پړاو ښځینه بېګ باش لیګ
دغه پړاو بېګ باش لیګ کې برېسبېن هیټ لوبډله او سېډني سېکسرز لوبډله سره پایلوبې ته رسېدلي او د جنوري په ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ پایلوبه کوي، سېډني سېکسرز لوبډله د دریم ځل اتلولۍ لپاره بخت ازمایي.
په درې پړاوونو لیګونو او اوسني څلورم پړاو لیګ کې تر ټولو مخکښه توپ وهونکې د سېکسرز لوبډلې اوسنۍ لوبډلمشره ایلایس پېري ده، هغې تر اوسه پورې په د دغه لیګ څلورو پړاوونو کې ۲۰۰۰ منډې کړي دي.
او سارا الي بیا په ټولو پړاوونو کې ۶۹ وېکټې اخېستي او تر ټولو مخکښه توپ اچوونکې ده.
په بېګ باش لیګ کې اته لوبډلې ۵۹ لوبې کوي.