لیکنه: ولمه ځلا
له اسلام څخه مخکې نجونې د منحوس ګڼل کېدلو له امله تر خاورو لاندې کېدلې. د جهالت له امله زرګونه نجونې تر خاورو لاندې، غږونه یې خپ او د سترګو اوښکې یې د قبر د خاورو اوبه شوې دي.
خو کله چې د اسلام مبارک دين ظهور وکړ او د الله تعالی رسول (ص) د بشريت د لارښوونې لپاره راولېږل شو، ورسره سم د ښځې د والا مقام څرګندولو او ثابتولو بې ساري ګامونه واخيستل شول، تر دې چې ستر څښتن تعالی د ښځې د منزلت د بيان او اثبات لپاره د ښځو په نامه ځانګړی سورت نازل کړ.
که غربي نړۍ او هلته له ښځو سره کېدونکو تاوتريخوالو او ستونزو ته وکتل شي، نو وبه وايې چې نو هغوی خو اسلام کې ښځو ته د لوړ انساني ارزښت له ورکولو نه دي خبر، خو په اسلامي هېوادونو کې بيا ولې تاوتریخوالی شته او ولې ښځې دومره له خپل ژوند څخه کړېږي؟
د افغان اسلامي ټولنې د يوې غړې په توګه د دې شاهده يم چې ډېر وخت د ښځو لخوا پر ښځو تاوتريخوالی کېږي. دا نه وايم چې سړي پر ښځو تاوتريخوالی نه کوي، بلکل منم او عيني واقعيت دی چې سړيو د تاريخ په اوږدو کې له ښځو سره نه هېرېدونکې نادودې کړې او لا يې هم کوي.
د ټکنالوژي په ننني دور کې هم چې کله ښځه امېندواره او د ماشوم پر جنسيت پوه شي، له هماغه وخته د نجلۍ پر جنسيت د بې مِهرۍ ټاپه لګېږي او له نظره لوېږي. که لومړی اولاد وي، نو تمه یې وي چې نور اولادونه به يې خامخا زامن وي، خو که دويمه، درېيمه يا څلورمه هم لور شوه، نو بيا به آن د مور او پلار مينه هم ونه ويني.
دا هم ومنئ چې ذاتاً مېندو ته هلکان او پلرونو ته خپلې لوڼې ګرانې وي، خو پلرونه هم د خپل کور او د خپل جنسيت لوړولو او ميراث لپاره زامنو ته برتري ورکوي. باور وکړئ که جنسيت د انسان په خوښه ټاکل کېدای، نو کورنۍ به هېڅکله د نجلۍ بقا نه وه غوښتې او نجلۍ به نړۍ ته سترګې نه وای پرانيستلې.
زه د داسې ډېرو پېښو شاهده يم چې خپله ښځې پر خپل جنسي همنوع زور زياتی کوي. پر دې هم پوهېږم چې ښايي پر ځينو زما دا جملې ښې ونه لګېږي. سره له دې چې مور ډېره مهربانه وي او هېڅوک يې ځای نشي نيولی، خو آن خپله مور ښايي ستاسو (نجونو) پر وړاندې تاوتريخوالی وکړي، ډېر څه نه کوي، يوازې همدومره کوي چې برخه مو ورور ته ورکوي، ځکه چې هلک دی.
که په اختر کې د نجلۍ جامې خړې او زړې وي، خير دی، خو زوی ته نوي کالي برابروي. که په کور کې بوره کمه وي، زوی ته چای کې بوره ورکوي او لور ته کلکه شيريني، داسې ډېر نور مثالونه شته. که ته وايې چې نه، تاوتریخوالی نه کوي او ټول اولادونه ورته يو شان يو، نو ښه اې نجلۍ! راته ووايه چې ستا په جهیز کې ولې پيسې اخيستل کېږي؟
اې وروره! ته ووايه، ولې دې خور ښوونځي ته نه پرېږدې؟ له تا چې د ګډ ژوند د ملګري پوښتنه کېږي، نو خور ته دې په کوم اساس دا اجازه او اسلامي حق نه ورکوې؟ زوی ولې د مېرمنې په اړه پوښتل کېږي، خو له نجلۍ پوښتنه ونه شوه چې ته هم راضي او خوشاله يې که نه؟
بله بېلګه یې خواښې ده، ځينې وايي خواښې دويمه مور ده او تل دا نصحيت راته کېږي چې د خاوند د مور خيال ساتئ، خو دا ولې نه کتل کېږي چې همدا خواښې له انګور سره څه کوي؟ خواښې ولې لکه خپلې لور ته چې ښه ژوند غواړي، د بل لور په خپل کور کې ارامه نه پرېږدي؟ ولې پرې ورځ تنګوي؟ ولې يې په خپل زوی ټکوي؟ ولې یې اولاد ترې اخلي؟
زه داسې خواښې پېژنم چې اينګور نه پرېږدي چې په ماشين کې جامې ومينځي، يوازې له دې امله چې ماشين به زوړ شي. داسې خواښې مې هم ليدلې چې لمسۍ یې له خپلې موره جلا کړې او مور به يې ټوله ورځ پر کار اخته وه. همدا ستړې مور د خپلې لور په ديدن پسې حيرانه، خو خواښې يې نه ور پرېښودله. دې ماشومې ته يې دومره د خوب شربت ورکړی و، چې اوس هغه نجلۍ خبرې نشي کولی.
يوه ورځ د خپلوانو کور کې مېلمانه و، د کوربنې مېرمنې يوازې يوه لور په کور پاتې وه، له غرمنۍ وروسته مو د چای څښلو په وخت هغې نجلۍ ته وويل چې ورځه نور واده وکړه. نجلۍ سوړ اسويلی وکړ، ويې ويل چې که واده مې وکړ بيا به مې ونه وينې. ويل يې مور مې راته وايي چې د وروڼو کالي دې آخر کې په ګرمو اوبو مينځه، خو دا نه ګوري چې زه هم انسان يم او لاسونه مې سوځي…!!؟ آیا عقده يي لورګانې به سم نسل وروزلی شي؟ آيا دوی به په ګډ ژوند کې بريالۍ او خوشاله وي؟
خور/ لور ته خپل کور جنت کړئ، که یې بيا خرڅوئ او هغه دوزخ ته ځي هم، نو ستا ښهوالی او ښه ژوند به لږ سکون ورکوي. لور/ خور ډېره معصومه ده، روح یې مه ناآرامه کوئ، اجازه مه ورکوئ چې ستاسو مينه د نورو په وجود کې ولټوي او ژوند يې تباه شي.
نجلۍ سپېڅلی ذات دی، له ژونده یې مه زړه تورې کوئ. نور د ژوند هر بدرنګ غږ او هغې بدرنګي ته «نه» ووايئ چې ستاسو او نورو ژوند بدرنګوي.
ژوند ښکلی دی او ښکلا په مينه کې ده.