د فبرورۍ ١١ مه ” په ساينس کې د نجونو او ښځو نړیواله ورځ” ده، له زده کړو راګرځولی شوې نجونې وايي، هیله يې خاورې شوي

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نجونې له ښوونځیو او پوهنتوني زده کړو راګرځول شوي دي

د فبرورۍ ١١ مه ” په ساينس کې د نجونو او ښځو نړیواله ورځ” ده.

دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې نږدې څلور کال کېږي چې افغان نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.

له زده کړو راګرځولی شوې نجونې وايي، که د ساینس په برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره شي، له هر چا سره سیالي کولی شي.

یو شمیر له زده کړو محرومې نجونې وايي، “موږ د ټولو جنسیتي او کلتوري خنډونو په ماتولو توانیدلي یو نړۍ ته مو ښودلې چې افغاني نجونې د هر کار وړتیا لري، خو که د زده کړو زمینه ورته برابره شي.

شمسیه علي‌زاده، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال په کانکور کې عمومي اول نمره شوې وه، او اوس په ترکیه کې د طب په څانګه کې زده کړې کوي وايي، “زه خوشاله یم چې خپلو هیلو ته رسیږم او زده کړې کوم، خو هره کلیمه چې زده کوم ماته هغه افغانې نجونې مخته دریږي چې له زده کړو راګرځول شوي دي”.  

بل پلو، سحر چې د مزارشریف اوسیدنکی ده وايی، هیله وه چې په راتلونکې کې یوه انجنیره شي، خو له زده کړو راګرځول شوې او په کور ناسته ده.

د زده کړو فعالان

د زده کړو د برخې فعالان بیا خبرداری ورکوي،  که چیرته له زده کړو د نجونو محرومیت دوامداره شي دا د افغانستان لپاره یو لوی ناورین دی.

د زده کړو د برخې فعال اعظم اعظمي وايي، ” موږ د ساینس، طب، او نورو علومو په برخه کې د ښځو د څرګند رول شاهدان يو په افغانستان کې هم له سلو کلونو راهیسې ښځو د زده کړې په ډګر کې لوړ ځایونو خپل کړي دي. مګر له بده مرغه له څلورو کلونو راهیسې، نحونې له زده کړو بې‌برخې شوي، دا یو ستر ناورین دی، چې جبران یې ناشونی دی.”

د فبروري یولسمه په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا ښځو ته د علومو، ټکنالوژۍ، انجینرۍ، او ریاضیاتو په برخو کې د برابر لاسرسی او ګډون په موخه نومول شوې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، ۳۳سلنه څېړونکي په نړۍ کې ښځې دي، په داسې حال کې چې د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ په برخه کېله هرو پنځو مسلکۍ کسانو یوه یې ښځه ده، دغه شان په تیر جمهوریت کې د علومو د ملي اکاډمیو ۱۲سلنه غړي ښځې وې.

په داسې حال کې چې نړۍ د د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ نمانځي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې د پوهنتونونه ته د دوی په تګ هم بندیز ولګولو، او د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې یې بیا ان طبی انستیتیوتونو ته له تګ هم راوګرځولې.