د ولسي تړون ملي پروګرام پيژندنه؛ جلال اباد کې یې د سړکونو او ویالو رغولو پروژو پيل

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: غازي عابد
د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د بابړیانو پرمختیايي شورا د خامو سړکونو (کوڅو) او ویالو رغولو چارې د ولسي تړون ملي پروګرام د مسؤلینو او د یادې شورا د ګڼ شمېر غړو په شتون کې پیل شوې.
بابړیان پرمختیايي شورا چې د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه ۶ ګذر کې موقیعت لري د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري يې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي کوڅې او ورسره څنګ کې د ۲۳۰۰ متره په اوږدوالي د رغول شویو ویالو لپاره فلزي سرپوښونه او د ۳۰۰ متره په اوږدوالي نورې خامې ویالې په اساسي او کانکریټي ډول سره پخیږي.
په جلال اباد کې د یاد پروګرام د عامه اړیکو مسوول اکرم ساجد یاران ته وویل؛ دا پروژه چې رغنیزې چارې به يې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي ټول لګښت يې شاوخوا (۶،۲) ملیونه افغانۍ کیږي، په کې ۴،۷ملیونه افغانۍ د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د افغان دولت له لوري او پاتې پیسې د شورا له لوري د ولسي ونډې په توګه ورکول کیږي.

د هغه په وینا؛ له یادې پروژې څخه به نه یوازې د نوموړې شورا څه باندې ۲۰۰ کورنۍ په مستقیمه توګه او همدارنګه ۲۰۰۰ تنه نور په غیرمستقیمه توګه مستفید شي بلکې د ماهرو او غیر ماهرو کارګرانو لپاره به ۱۳۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کړي.
د ولسي تړون ملي پروګرام موخه او فعالیت
ددغه پروګرام د عامه پوهاوي ولایتي واحد (د ښاروالیو معینیت / د سیمه ییزو ارګانونو اداره) یې په اړه وايي:
ولسی تړون ملي پروګرام د افغان حکومت یو نوښت دی، چې موخه یې د پراختیایي شوراګانو له لارې د مهمو بنسټیزو پروژو او ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول او نورې پراختیایی کړنې دي.
دا پروګرام د دولت هغه ټولیزه هڅه ده چې غواړي د ټولنو ترمنځ بېلتون له منځه یوسي او خلک سره یوځای کړي، چې په دې سره خلک وکولای شي په ګډه خپلې پراختیایی اړتیاوې په نښه او د ملي یووالی په ټینګښت کې ونډه واخلي او په ګډه د بېوزلۍ د کچې راټیټولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د دې تړون له مخې به په افغانستان کې ټولو کلو او ښاري سیمو ته د هغوی د لومړیتوبونو پر بنسټ اساسي خدمتونه وړاندې شي.
د ولسی تړون ملی پروګرام به په ټوله کچه ټولیز پرمختګ او حساب ورکوونې ته وده ورکړي او د دې تر څنګ به د زیانمن شویو ډلو لکه ښځو، ځوانانو، بېرته راستنېدونکو، بېځایه شویو او بېوزله کورنیو غږ پورته کړي.

د ولسی تړون ملی پروګرام د لسو کلونو په موده کې په دریو پړاوونو کې پلی کیږي. لومړی پړاو یې د څلورو کلونو لپاره، او دویم او دریم پړاوونه به يې هر یو د دریو درېو کلونو په موده کې پلي شي.
د ولسی تړون ملی پروګرام د یو بین الوزارتي پروګرام په بڼه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، پوهنې، عامې روغتیا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په ګډو هڅو افغان ولسونو ته د ټاکل شویو معیارونو له مخې ګڼ شمېر اساسي او معیاري خدمتونه وړاندې کوي.
ولسي تړون ملي پروګرام دوه برخې لري، یوه برخه يې د سیمه یېزو ارګانونو د ادارې له لوري د ښاروالیو چارو د معینیت په چوکاټ کې په څلورو لویو ښارونو (هرات، کندهار، مزارشریف او جلال اباد) کې پلې کیږي او بله برخه يې د کلیو د بیارغوونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پلې کیږي.
د ولسي تړون ملي پروګرام موخه د پرمختیايي شوراګانو په پیاوړي کولو سره د زیربنايي خدمتونو او اساسي معیاري خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی راوستل دي څو پرمختیايي فعالیتونه د بنسټ په توګه سیمو ته وده او پراختیا ورکړي چې په پایله کې به يې نه یوازې تاوتریخوالی او بې ثباتي له منځه ولاړه شي بلکې د نظام د بنسټیز مشروعیت لامل به هم وګرځي.

د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په ښارونو کې لږ تر لږه معیاري خدمتونه چې (کوڅې او سړکونه، ویالې، پلې لارې، تفریحي پارکونه رغول او همداراز د مېرمنو لپاره د کاري بوختیا د پروژو پلي کول، کورونو او کوڅو ته نمرې ورکول، د ښاري جامدو کثافاتو د چارو سمبالول، د کوڅو روښانول، روغتیايي بستې وړاندې کول او په دولتي ښوونځیو کې د باکیفیته زده کړو وړاندې کول) پکې شامل دي په اساسي او معیاري توګه وړاندې کیږي.