د سلواغې ۲۶مه، له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۶مه کلیزه ده

له نن څخه ۳۶کاله وړاندې اوسنۍ روسیه چې هغمهال د شوروي اتحاد په نوم یاده پر افغانستان یرغل کړی و

نن د سلواغې یا دلو يې میاشتې ۲۶مه، له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۶مه کلیزه ده.

د طالبانو حکومت د دې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، “دا ورځ د افغانستان د تاریخ یوه مهمه بریا ګڼل کېږي”.

دا خبرپاڼه چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ایکس پاڼې خپره کړې په کې راغلي، ” د طالبانو حکومت د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د ایستلو لپاره د افغانانو د جهاد، مبارزه، قربانۍ، کډوالي او کړاوونه ستايي”.

د پخواني شوروي ځواکونو یرغل د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۴مه افغانستان ته پیل شو.

د دوی د وتلو بهیر د ۱۹۸۸ کال د مې په ۱۵مه پیل او د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه بشپړ شو.

په دې څه باندې نهو کلونو کې، افغانستان ته دروند زیان واوښت.

 په سلګونو زره افغانان ووژل شول، ملیونونه نور کډوالۍ ته اړ شول، او ګڼ ښارونه او کلي ویجاړ شول.