انګلستانی تنکی ځوان، مهمو ریکارډونو ته ورسید

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د انګلستان د نولس کلنو لوبډلې پخواني لوبغاړي وېل جېکس د حضرت الله ځاځي، کرېس ګېل، یوراج سېنګ، هارشل ګېبز، ریوي شستري او نورو هغو لوبغاړو په ریکارډ کې ځان مساوي کړ، چې په یو اوور کې یې شپږ شپږیزې وهلې دي.
دغه لوبغاړی اوس ۲۰ کاله عمر لري او د مارچ په ۲۱ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ یې په یوه لس اوریزه لوبه کې د لنکاشایر لوبډلې پر وړاندې ریکارډ جوړ کړ.
نوموړي په دغې لوبه کې دوه ریکارډونه جوړ کړل، په ۲۵ توپونو یې سلیزه ووهله او په لس اوریزه لوبه کې یې د تر ټولو چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړکړ.
دغه لوبغاړي په یو اوور کې په یو بالر ۶ څلوریزې هم ووهلې او په یو اوور کې یې بیا په بل بالر شپږ شپږیزې سر په سر ووهلې.
نوموړي لومړۍ نیمه سلیزه په ۱۶ توپونو جوړه کړه او ورپسې ۹ توپونو باندې یې نورې پنځوس منډې وکړې، چې شپږ شپږیزې او درې څلوریزې یې په ۹ توپونو کې جوړې کړې او په دې ډول یې په ۲۵ توپونو د خورا چټکې سلیزې ریکارډ ثبت کړ.
نوموړي د لوبغالي په هر لوري خورا سټایلېش او فیلډر ځوروونکي شاټونه ووهل.
وېل جېکس ته پوره فرصت و، چې په ۲۳ توپونو سلیزه پوره کړي؛ خو دوه توپونه ترې ډاټ یا بې منډو تېرشول.
هغه له سلیزې وروسته پنځه توپونه نور ولوبول او ۵ منډې یې پرې جوړې کړې.
سُري لوبډلې لنکاشایرلوبډلې ته په لس اورونوکې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې هدف ورکړی و.
لنکاشایرلوبډلې د منډو پوره کولو پر وخت په ۳ اورونوکې ۴۸ منډې وکړې؛ خو بیا په ۸۱ منډو ټول لوبغاړي وسوځېدل او لوبه ترې سُري لوبډلې په ۹۵ منډو وګټله.

له دې وړاندې په یو ورځنیولوبوکې شاهد افریدي په ۳۷ توپونو سلیزه وهلې وه، کوري انډرسن په ۳۶ توپونو سلیزه وهلې وه، دروېش رسولي په ۳۵ توپونو د عربي متحده اماراتو پر وړاندې سلیزه وهلې وه او ای بي ډیویلیرس بیا په ۳۱ توپونو سلیزه پوره کړې وه.
خو وېل جېکس په لس اوریزه لوبه کې په ۲۵ توپونو سلیزه ووهله، چې یو ځل یې په یو اوور کې شپږ څلوریزې ووهلې او یو ځل یې یو اوور کې ۶ شپږیزې هم ووهلې.
د وېل جېکس پېژندنه
بشپړ نوم یې ویلیم جورج جېکس دی، په ۱۹۹۸ م کال د نومبر په ۲۱ مه نېټه د انګلستان په سري سیمه کې زېږیدلی دی، اوسمهال ۲۰ کاله او ۱۲۰ ورځې عمر لري.
لس یې فرسټ کلاس سیالۍ کړي، ټولې یې پکې ۳۰۱ منډې جوړې کړي او ۶۳ لوړې منډې دي.
۱۴ یې لېست ای لوبې کړي، ۳۴۲ یې منډې پکې کړي او ۱۲۱ یې های سکور یا لوړې منډې دي.
لس یې شل اوریزې لوبې کړي، چې ۵۳ لوړې منډې دي او ټولې یې پکې ۱۰۰ منډې جوړې کړي دي.
جېکس الراونډر لوبغاړی دی.