سريلانکايۍ لوبډله د ۳ يو ورځنيو او ۲ ټيسټ لوبو لپاره ويسټ انډيز ته تللې .
د دريو يو ورځنيو لوبو دوې پرلپسې لوبې ويسټ انډيز ګټلي چې وروستۍ يې سبا شپه ترسره کېږي.
دويمه يو ورځنۍ لوبه تېره شپه ترسره سوه ، ويسټ انډيز ټاس وګټی او د توپوهنې بلنه يې سريلانکا ته ورکړه.
سريلانکا په پوره ۵۰ اوورونو کې په ۸ ويکټو ۲۷۳ منډي وکړې .
دانشوکا ګونا تليکا ۹۶، دنېش چنديمال ۷۱،ډيسلوا ۴۷ او ټیسارا پريرا ۱۹ منډي وکړې.
د ويسټ انډيز لپاره جېسن محمد ۳،الزاري جوزپ ۲ ،همدارنګه جېسن هولډر او اکيل حسين يوه يوه ويکټه واخيسته.
د ويسټ انډيز پيلوونکو توپوهونکو د ۲۷۵ منډو هدف په تعقيب ډېر ښه پيل وکړ.
ايوين ليويس ۱۰۳، شی هوپ ۸۴ او نيکولاس پوران ۳۵ منډي وکړې.
د سريلانکا لپاره نوديپ سني او ټيسارا پريرا دوې دوې ويکټي واخيستې،همدارنګه لکشان سندکن يوه ويکټه واخيسته.
ويسټ انډيز په وروستي اوور کې د پنځو ويکټو په توپير لوبه وګټله او د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه ايوين ليويس ته ورکړل سوه.
د سيريز وروستۍ لوبه سبا شپا د مارچ په ۱۴مه نېټه ترسره کېږي.