خبريال: مدثر دعوت
د ويسټ انډيز کريکټ بورډ اعلان کړی چې د تور پوستو د ملاتړ په خاطر به د لوبغاړو په لباسونو نوې لوګو ولګول سي.
په اکثرو هيوادونو کې اوس هم تور پوستې د دوه ګونې چلند سره مخ دې،امريکا متحده ايالات چې دموکراسۍ ته ژمن هيواد بلل کېږي اکثريت وخت يې سپين پوستې وګړي ځانونه تر تور پوستو اصل بولي او ځانونه د امريکا مالکان يادوي.
د تور پوستو مبارزه د پېړيو راهيسي د خپل حق غوښتنې او عدالت لپاره جريان لري، چې د نيلسن منډيلا په دور کې يې خورا عزت ترلاسه کړ او افريقا چې يې خپله سيمه وه بيرته ورباندې خپل اقتدار قايم کړ.
د جورج فلويډ تر مرګ وروسته په تېرې می مياشتې کې د امريکا په اکثرو ښارونو کې لاريونونه پيل سوه چې په نړيواله کچه د ملاتړ سره مخ سوه.
فلويډ يو تور پوستی بې وسلې شخص وو چې سپين پوستې پوليس يې تر ۸ دقيقو ډېر پر غاړه زنګون ور ايښی وو او وې وژی.
د ويسټ انډيز اوسنۍ کريکټ لوبډله ټوله له تور پوستو جوړه ده او د بيلابيلو کوچنيو هيوادونو لوبغاړې پکښې راټول سويدي.
د ويسټ انډيز کريکټ بورډ تائيد کړې چې د تور پوستو لپاره جوړ سوی شعار ( Blacklivesmatter#) به د انګلستان په وړاندې لوبو کې د لباسونو پر کالر ولګوي.
ددې لوګو ډيزاين د واټفورډ فوټبال کلب د همکار ملګرې اليشا حسنا له لورې تنظيم سوې ده.
د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ لومړنۍ ټيسټ لوبه د جولای په اتمه نېټه د مينوالو په نشتون کې په تړلو دروازو کې ترسره کيږي.
دواړې لوبډلې د يو بل په وړاندې درې ټيسټ لوبې ترسره کوي.