
د وټسپ ادارې د مبارکې روژې په مناسبت نوی خدمت پیل کړی.
دغه شرکت د روژې لپاره نوي سټیکرز معرفي کړي، د WA “بیټا انفارم” لخوا خپاره شوي دي.
د WA بیټا معلوماتو په حواله ، د iOS او Android کاروونکي کولی شي، چې د رمضان (روژې) سټیکر له “سټور ” څخه ډاونلوډ او خپلو ملګرو ته یې ولېږي.
د دې سټیکرونو له لارې، د افطار (روژه ماتې)، سهاري (پیشلمې) وختونو، د روژې د اهمیت او په دې هکله نور د پوهاوي ورکولو شعار وړاندې کړي دي.
د واټس اپ مسلمانو کاروونکو هم د یاد شرکت د دې سټیکرونو د وړاندې کولو له امله مننه کړې.