ژباړه: عطا محمد میاخېل
د وخت مدیریت په کاروبار کې بریا ته د رسېدو لپاره یو له مهمو فکټورونو څخه دی، ډېری کسان د کاري وخت د مدیریت کولو لپاره، د کافي تمرکز د نه لرلو په خاطر، د ورځې په اوږدو کې ډېری ساعتونه بېځایه تېروي. د کارو بار په برخه کې ډېری بریالیو کار رامنځته کوونکو د وخت د مدیریت لپاره د آسانه او ساده تګلارو وړاندیز کړی دی.
ډېری کسان د خپل کاري وخت د کنټرول وړتیا نه لري او د یوې کاري ورځې په لړ کې ډېر وخت بېځایه تېروي، په حقیقت کې هغوی نه شي کولای، چې له خپل وخت څخه ډېره زیاته ګټه واخلي او د وخت له مدیریت سره آشنایي نه لري. ساده او آسانه تګلارې شته، چې افراد کولای شي، له هغو څخه په کار اخیستنې، له خپل کاري وخت څخه ډېره زیاته ګټه واخلي او د ورځې په پای کې به یې هم خپلې ټولې کاري دندې پای ته رسولې وي.
د کاروبار په برخه کې د ډېوېډ آلن (David Allen) او مرلین مان (Merlin Mann) په نامه دوو مسلکي لیکوالانو د وخت د مدیریت لپاره آسانه، ساده او اغېزمنې تګلارې وړاندې کړې دي.
برېښنالیکونه مدیریت کړئ
یوه برېښنالیک ته ځواب ورکول او یا یې هم ردول باید یوازې دوې دقیقې وخت مو ونیسي، غوره ده، چې په خپل کمپیوټر او موبایل کې د برېښنا لیک د ترلاسه کولو اعلان نافعال کړئ. هڅه وکړئ، چې تل لنډ برېښنا لیکونه ولېږئ او یوازې اړینو برېښنا لیکونو ته ځواب ورکړئ. د وخت د ښه مدیریت کولو لپاره، د ورځې یو ساعت د برېښنا لیکونو لوستلو او هغو ته د ځواب ورکولو لپاره ځانګړی کړئ.
د استراحت او تمرکز لپاره یو وخت ځانګړی کړی
هڅه وکړئ، چې د ورځې په اوږدو ډېر کم وخت په پام کې ونیسئ او له خپل کاري چاپېریال او د مېز له شا څخه لرې شئ، په دې وخت کې استراحت او تمرکز وکړئ، البته اړتیا نه شته، چې کار ځای په بشپړه توګه خوشې کړئ، بسنه کوي، چې په کاري خونه کې قدم ووهئ او کاري مسایلو ته له بل لید څخه وګورئ، په دې ترتیب به یو ځل بیا انرژي او تمرکز ترلاسه کړئ.
د ورځینو او اوونیزو کارونو لیست ولرئ
د کار لیست لرل، د کاروبار په ډېری ښوونیزو مقالو کې یې وړاندیز کېږي، نو د وخت په مدیریت کې یې ارزښت ډېر زیات دی. باید د ټولو کاري دندو لپاره مو ورځنی، اوونیز او میاشتنی لیست ولرئ او هغه ته پابند پاتې شئ، مهمه نه ده، چې د خپلو دندو د لیست لیکلو لپاره له کومې وسیلې څخه کار اخلئ، مهمه دا ده چې د دندو لیست ستاسو په لاسرسي او لید کې وي. باید د خپلو ورځنیو دندو په لیکلو کې واقع بین واوسئ، که د دندو لیست مو له بریده زیات اوږد وي او ونه شئ کولای په هغه باندې په سمه توګه عمل وکړئ، له یوې مودې وروسته مایوسه او زړه تورن کېږئ او د کارونو د ترسره کولو لپاره به انګېزه ونه لرئ.
د خلاقیت د روزلو لپاره یو وخت په پام کې ونیسئ
د ورځې په اوږدو کې د خلاقیت د روزلو لپاره یو وخت په پام کې ونیسئ. ټولې اړیکې پرې کړئ او په یوازېتوب او سکوت کې، له خلاقانه لیدلوري د بېلابېلو مسایلو او ستونزو په اړه فکر وکړئ. باید د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره د نویو آیډیاوو (نظریو) او تګلارو په لټه کې واوسئ، د نویو پروژو د پیل لپاره خپل نظر څرګند کړئ او د غوره آیډیاوو د روزلو لپاره، خپل ذهن چمتو کړئ.
په نا اړینو غونډو کې ګډون مه کوئ
له شک پرته، په دې باندې پوهېږئ، چې له یوې کاري غونډې څخه ډېر زیات وخت بېځایه تېرېږي. غوره ده، چې په هغو غونډو کې ګډون وکړئ، چې واقعاً ورته اړتیا لرئ یا په هغې غونډه کې د ګډون امر رییس کړی وي. که د یوه کاروبار مدیر یاست، د غونډو د ترسره کولو لپاره باید مناسب مهال وېش ولرئ، د هرې غونډې لپاره مشخصې موخې وټاکئ او هڅه وکړئ، چې تر شوني بریده د غونډو وخت را کم کړئ، چې په غونډه کې حاضر کسان، له دې وخت څخه د سمې او ډېرې ګټه اخیستنې لپاره هڅه وکړي.
څو دندهییزتوب خوشې کړئ
نباید ټول کارونه یو ځای ترسره کړئ، د تمرکز د ډېرښت په موخه د هرې دندې لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ، خپل مهارتونه او لېوالتیاوې پیدا کړئ او د هغو کارونو په لور لاړ شئ، چې ترسره کولای یې شئ.
خپل کار ځای پاک کړئ
کار ځای هغه ځای دی، چې د ورځې ډېر وخت پکې تېروئ، نو خپل کار ځای پاک کړئ او د ورځې په پای کې د نظم او ترتیب لپاره یې وخت په پام کې ونیسئ. د کار ځای نا منظم اوسېدل، د تمرکز د له منځه تګ او د هر کار په ترسره کولو باندې د ډېر وخت د لګېدو سبب ګرځي.