پر ژورخپګان د ویټامین ډي اغېز

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

ویټامین ډي، چې د لمر ویټامین هم بلل کېږي، یوازې اتیا سلنه د لمر له وړانګو او شل سلنه له خوړو څخه اخیستل کېږي. د لمر له وړانګو سره مخامخ کېدل په وجود کې د ویټامین ډي د تولید لامل کېږي او له همدې کبله د لمر د ویټامین په نامه یادېږي.
ویټامین ډي د وجود دننه مهمه کړه وړه ترسره کوي. د  کلسیم د جذب تقویت او د کلسیم د تعادل جوړول، د هډوکو د وده پیاوړي کول.
د څېړنو پر اساس د نړۍ یو میلیارد کسان د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي چې واقعاً د پام وړ رقم یا عدد دی. له بده مرغه د ویټامین ډي کمښت د لنډ مهاله علایمو او اوږدمهاله عوارضو د منځته راتلو لامل کېږي.

د لمر وړانګې ومئ

د لمر وړانګې د ویټامین ډي د اخیستلو لپاره تر ټولو ښه او مهمه منبع ده چې هر څوک ورته لاسرسی لري. کوښښ وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې، خپلو لاسونو ته لمر ورکړی، چې له خوړو پرته هم ویټامین ډي واخلئ، او همدارنګه په یاد وساتئ چې دا ویټامین د ژورخپګان په کنټرول کې ډېر اغېز لري.

د ښځو شایع ناروغۍ، ویټامین ډي غواړي

ویټامین دي د هډوکو له پوکۍ څخه، چې په ښځو کې ډېره شایع ده، مخنیوی کوي. دا ناروغي، لکه ژور خپګان په ښځو کې ډېره ده چې د ویټایمن دي په مصرف کنټرولېدای شي. باید وویل شي چې د منځني سن لرونکي خلک باید د دې ویټامین په مصرف پسې نوي او د دې ويتامین څخه ګټه اخیستل ځوانانو ته هم توصیه کېږي.

اخلاق او مناسب پوست

ویټایمن ډي د غوړو د محلول یو جزء دی او مکانیسم یې په کبد یا جګر ده.یو له هغو مواردو څخه چې د پوست د بخار لامل کېږي، هغه د جګر د متابولیسم نامناسبه کړه وړه دي. څومره چې جګر ګرمزاجه وي، هومره ډېر به پر پوستي بخار ولرئ.
له بل پلوه د پوست سلامت یا ښوالی له اعصابو سره مستقیمه اړیکه لري، هر څومره چې کس ښه خلق ولري، هومره به یې پوست ښه وي. کله چې غوسه کېږئ، دا شی مو په پوست کې مخکې له مخکې ښکاره کېږي، ویټامین ډي په جګر کې ځان ښکاره کوي، کولای شي ستاسو اخلاق لږ څه ښه کړي او همدا مسئله د پوست د غوړېدلو او د وچتوب د له مینځه تللو او همدرانګه د ژور خپګان د کمښت لامل کېږي.
د ابو علي سینا د طب په اصطلاح ژور خپګان د کبد له سړېدلو سره مستقیمه اړیکه لري. البته توصیه کېږي، هغه ویټامینونه چې په غوړو کې حل وي، لکه ویټامین ډي باید په وجود کې له اندازه څخه ډېر مصرف نشي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.