د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې روزونکي پيلیپ سیمونز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د ویسټ انډیز هیواد تازه ټاکل شوې لوبډله خورا پياوړې لوبډله ده او پکې هغه ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی، چې د ښه وړتیاوو خاوندان دي.
هغه ویلي، غواړو ددې لوبډلې په مټ د درېیم ځل لپاره د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام وګټو.
پیلیپ سیمونز څرګندونې
«موږ خورا پياوړې لوبډله راټوله کړې، د نړۍ په کچه د تجربه لرونکو او ګټونکو لوبغاړو ترڅنګ ځوان او له وړتیاوو ډک لوبغاړي راسره دي، موږ نړیوال جام ترلاسه کولو ته چمتو یو او د ویسټ انډیز کرکټ لپاره به عالي کارونه ترسره کړو. موږ به د نړیوال جام څخه د دفاع په موخه وجنګیږو. موږ پنځه کاله مخکې نړیوال جام ګټلی، نو موږ به د درېیم ځل لپاره د نړیوالې اتلولۍ په موخه میدان ته کښته شو.»
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام او ګټونکې لوبډلې یې
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شوه، چې ددې جام لومړی پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلولې خپله کړه.
په دې لیګ کې ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کلنو کې لومړي مقامونه خپل کړي.
دا لیګ دوه ـ دوه کلونه وروسته لومړی وار ترسره کېده، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې باید څلورو کلونو کې یوځلې وشي.
ټاکل شوې ددې لیګ اووم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال په وروستیو کې وشي.
۱ـ هندوستان؛ ۲۰۰۷م کال کې د سویلي افریقا په کوربتوب؛ پایلوبه کې یې په ۵ منډو پاکستان ته ماتې ورکړه.
۲ـ پاکستان؛ ۲۰۰۹م کال کې د انګلستان په کوربتوب، پایلوبه کې یې سریلانکا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
۳ـ انګلستان؛ ۲۰۱۰م کال د ویسټ انډیز په کوربتوب، پایلوبه کې یې اسټرالیا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
۴ـ ویسټ انډیز؛ ۲۰۱۲م کال د سریلانکا په کوربتوب، پایلوبه کې یې سریلانکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.
۵ـ سریلانکا؛ ۲۰۱۴م کال د بنګله دېش په کوربتوب، پایلوبه کې یې هندوستان ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
۶ـ ویسټ انډیز؛ ۲۰۱۶م کال د هندوستان په کوربتوب، پایلوبه کې یې انګلستان ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.
د ویسټ انډیز هیواد نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره دا لوبې کوي
ټاکل شوې ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب د سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان ملې لوبډلو سره په خپلو کوربتوب ټیسټ، نړیوالې یوورځنۍ او نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړ.
۱ـ ویسټ انډیز او سویلي افریقا: لومړی دوې ټیسټ لوبې کوي، چې لومړۍ یې د راتلونکې جون میاشتې په ۱۰مه او دویمه یې بیا د جون په ۱۸مه نېټه پلیږي او له هغه وروسته بیا ویسټ انډیز د سویلي افریقا سره د ۵ شل اوریزه لوبو لړۍ ترسره کوي، چې لومړۍ یې د جون په ۲۶مه، دویمه یې په ۲۷مه، درېیمه یې په ۲۹، څلورمه د جولای په ۱ او پنځمه بیا د جولای په ۳یمه نېټه ترسره کیږي.
۲ـ ویسټ انډیز او اسټرالیا: ویسټ انډیز به تر سویلي افریقا وروسته د اسټرالیا سره لومړی پنځه شل اوریزه لوبې د جولای په ۹مه، ۱۰مه، ۱۲مه، ۱۴مه، او ۱۶مه نېټه ترسره کړي او تر یادي لړۍ وروست به دا دوه هیوادونه درې نړیوالې لوبې د جولای په ۲۰مه، ۲۲مه او ۲۴مه نېټه ترسره کړې.
۳ـ ویسټ اڼدیز او پاکستان: ویسټ انډیز هیواد به له هغه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې سره ۵ نړیوالې شل اوریزه لوبې د جولای په ۲۷مه، ۲۸مه، ۳۱مه، د اګسټ په ۱، او ۲یمه نېټه ترسره کړې او تر یادي لړۍ وروسته به بیا دا دوه هیوادونه دوې ټیسټ لوبې وکړې، چې لومړۍ ی ې د اګسټ په ۱۲مه او دویمه یې بیا د اګسټ په ۲۰مه نېټه پيلیږي.
د دې درې واړه هیوادونو سره د شل اوریزه سیالیو لپاره ویسټ انډیز خپله لوبډله اعلان کړه
کیرون پولارډ، نیکولاس پوران، پاپین آلین، ډین براوو، شلډن کوټریل، پيډل ایډوارډز، انډري پلکچر، کریسل ګېل، شمیرون هیټمایر، جېسن هولډر، اکیل حسین، اوین لیویس، اُوبید مکوای، آنډري رسل، لینډل سیمونز، کیوین سینکلېر، اُوشاین توماس او هایډن والاش.