
دا چې ویسټ انډیزۍ لوبډله نسبي ښه شوې ده، توپ اچونه او توپ وهنه یې ډېره په زړه پورې شوې ده، دې لوبډلې د ۲۰۱۸ کال را په دېخوا ښه کم بېک کړی دی.
یادې لوبډلې د ۲۰۱۹ کال په سر کې له انګلستان د یو ورځنیو لوبو لړۍ مساوي کړه او اوس یې تازه په درې اړخیز سیریز کې دوهم مقام واخېست.
په دې سیریز کې بنګله دېش اتلولي واخېسته، ایرلېنډ پکې ټولې لوبې وبایللې او ویسټ انډیز بیا درې ځلې د بنګله دېش په وسیله مات شو.
د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر جېسن هولډر ویلي، چې دوی اوس ځوانه لوبډله لري او خورا ښې وړتیاوې یې راټولې کړي دي.
ویسټ انډیز وړمه ورځ پاکستان ته هم څوارلسم اوور کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
د نومرو جدول او ویسټ انډیز
ویسټ انډیز د پاکستان خلاف د بې سارې بریا په وسیله د نومرو په جدول کې انګلستان شاته کړ او لومړی مقام یې واخېست.
دې لوبډلې مثبت ۲ نومرې ترلاسه کړې او نېټ رن رېټ یې مثبت ۵ اعشاریه ۸۰ شو.
انګلستان د نومرو په جدول کې دوهم ځای نیولی دی.
دریم افغانستان دی او افغانستان بیګاه له استرالیا ماته وخوړه، خو دا لوبه ډیره بده نه وه.
ویسټ انډیز ولې ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ کلونه غواړي؟
په ۱۹۷۵ م کال نړیوال جام کې ټولې اته لوبډلې شاملې وې؛ هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، سریلانکا، انګلستان، سهیلي افریقا او ختیځه افریقا هغه لوبډلې وې، چې دا جام یې ولوباوه.
دا جام په انګلستان هېواد کې ترسره شو.
د دې جام پایلوبې ته ویسټ انډیز او اسټرالیا وتلي وو، لوبه د لندن ښار په لارډز لوبغالي کې ترسره شوه، ویسټ انډیز په ۶۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشر لایډ د ۱۰۲ منډو په مرسته ۲۹۱ منډې کړې وې.
اسټرالیا په ۵۸ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۴ منډې وکړې او لوبه ترې ویسټ انډیز په ۱۷ منډو وګټله. دا لومړی نړیوال جام و چې ویسټ انډیز وګاټه.
دوهم نړیوال جام؛ ۱۹۷۹ کال او د ویسټ انډیز دوهم ځل اتلولي
۱۹۷۹ کال کې دوهم ځل نړیوال جام ترسره شو، انګلستان یو ځل بیا د نړیوال جام کوربه و.
دې جام کې هم اته لوبډلې شاملې وې، هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، سریلانکا، انګلستان، سهیلي افریقا او کاناډا هغه لوبډلې وې چې دې نړیوال جام کې ولوبېدې.
د دې جام پایلوبه کې ویسټ انډیز او کوربه انګلستان مخ شول.
ویسټ انډیز، انګلستان ته په ۶۰ اورونوکې د سر ریچارډسن د ۱۳۸ منډو او د کولېس کېنګز د ۸۶ منډو په مرسته ۲۸۶ منډې وکړې.
ویسټ انډیز ۹ وېکټې له لاسه ورکړې وې.
انګلستان په ۵۱ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې وکړې او لوبه ترې ویسټ انډیز په ۹۲ منډو وګټله.
جویل ګارنر پنځه وېکټې واخېستې.
دا دوهم ځل و، چې ویسټ انډیز پرله پسې اتلولي واخېسته.
اوس د ویسټ انډیز لوبډلمشر جېسن هولډر ویلي، مونږ ځوان لوبغاړي لرو او بېرته د نړیوال جام لومړي پړاوونه غواړو.