دوو مئینانو د پولیسو په مرکز کې نکاح وتړله او واده یې وکړ !

رنګین تجريدي ډیزاین

څرنګه چې معمول ده د پولیسو مرکز د پولیسو ساتنې، روزنې، د امنیت و نظم ساتنې د مرکز وي، خو په هند کې داسي یوه پېښه هم شوي چې د میئنانو د یوې جوړې واده د کور، هوټل، مندر او نورو ځایونو پر ځای د پولیسو په یوه مرکز کې شوی دی.
د هندي ټلویزیوني چینل NDTV د خبر له مخې، یو ځوان عبدالمالک او یوې ځوانې پيغلې خوش نصیب چې د یوه بل سره یې مینه لرله، دا مینه د واده تر حده رسېدلې وه او  غوښتل یې چې د یوه بل سره واده وکړي خو کورنۍ یې د واده سر سختې مخالفې وې.
دوی څو ځلې د واده خبره د خپلو کورنیو سره شريکه کړې وه خو کورنیو یې نه وه منلې.
د کورنیو د څو څو ځل انکار وروسته دغې مینه ناکې جوړې د سهارنپور د پولیسو د مرکز مشر سره اړیکه نېولې وه او د خپلې مینې داستان یې ورته ویلي وه.
پولیسو د دریم ګړي رول لوبولی او د دواړو د کورنیو سره یې خبرې اتري شروع کړې وې.
خو د پولیسو د بار بار ټینګار سره سره بیا هم د دواړو کورنیو د دوی د واده خبره نه وه منلې او د پولیسو خبرې یې هم رد کړې وې او پر خپل مخالفت کلک ولاړ وه.
اخر پولیسو سهارنپور پرېکړه وکړه چې د دغه جوړې نکاح د پولیسو په سټيشن کې وتړي.
د دیوبند پولیسو مرکز ایس ایچ او یاګدات شرما ویلي چې پتهارن پور سیمي اوسیدونکي عبدالمالک او ګاندهي واد کلي اوسیدونکې یوه نجلۍ خوش نصیب د یو بل سره مینه کوله، دوی دواړو د یو بل سره واده کول غوښتل خو کورنیو یې کلک مخالفت کاوه چې له امله یې دوی نه شو کولی یو بل ته ورسیږي. نو د دې لپاره پولیسو د دوی مرسته وکړه ځکه چې دوی دواړه ځوانان او بالغ دي.
واده شویو ویلي چې دوی به تل د دیوبند پولیسو شکرګذار وي ځکه چې په سخت او مشکل وخت کې یې ورسره مرسته کړې.
دوی ویلي چې دا یوه غیر عادي واده و او دوی د پولیسو مرستې ته اړتیا لرله.
د واده لپاره پولیسو مرکز ځانګړی شوی و او د نژدې سیمې څو کسان یې دغه غیر عادي واده ته دعوت کړي وه  چې د پولیسو په مرکز کې د شوي واده برخوال و.