د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثردعوت
په نړيواله کچه اوسمهال رسنۍ تربل هرڅه ډير د کرونا ويروس په خبرونو مصروف دي.
د کرونا په اړه چي څومره ډيري خبري کيږي په هماغه ډول په خورا ډير سرعت د خپريدو په حال کي دی.
دا ويروس په لومړي ځل د چين په وهان ښار کي ښکاره سو،تر هغه وروسته د نړۍ بيلابيلو هيوادونو کي خپور سو، په زرګونو کسان ورباندي اخته سوه او په سلګونو کسان يې وژلي، حتی تر افغانستان پوري هم راورسيدی.
images 2020 02 23t2006296273193455056164547. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
د کرونا ميکروب د پيدايښت په اړه عالمان او څيړونکي بيلابيل نظرونه لري،څوک وايي د شب پرک څخه او څوک يې د ميږيانو او ځيني يې بيا د اسمان څلکيانو زيږنده بولي خو موږ پدې اړه ډير بحث نه کوو.
images 2020 02 23t2037575162650325930690984. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
هغه کسان چي عمرونه يې لوړ وي،د زړه ، شکري او ياهم د سالنډۍ ناروغۍ ولري په کرونا تر نورو ژر اخته کيږي.
سر دردي، پرنچی، ټوخی،سالنډي او تبه د کرونا ويروس د علايمو څخه دي.
images 2020 02 23t200941242387179378572736. 2 د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
کرونا ناروغي په تبي سره پيليږي،ترهغه وروسته وچ ټوخی رامنځته کيږي چي يوه اونۍ وروسته د ناروغ سالنډي کيږي او تر روغتون پوري يې رسوي.
کرونا ويروس هيڅ درملنه او ځانګړی واکسين نلري،پداسي حال کي چي هيڅ ډول انتي بيوتيک هم ورباندي تاثر نکوي خو ځيني لاري چاري سته چي ددې ويروس په مخنيوي کي مرسته وکړي.
داچي په افغانستان کي هم د کرونا د ويروس پيښي ثبت سوي نو مالومه خبره ده چي په چټکۍ سره به ياد ويروس د هيواد بيلابيلو سيمو پوري ورسيږي ځکه زموږ هيواد په طبابت کي تر نوري نړۍ ډير کمزوری دی.
موږ پدې ليکنه کي د کرونا ويروس په وړاندي د تدابيرو او وقايې په اړه د عالمانو او څيړونکو ځيني سپارښتني چمتو کړي،هيله ده راسره ويې ولولئ.
images 2020 02 23t2007286400298596223514929. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
۱ـ د روغتيا نړيوال سازمان د ويروسي ناروغيو څخه د ځان ساتني په اړه تر ټولو لومړی د لاسونو د پريولو يادونه کړې.
دا چي د کرونا ميکروب له يوه انسان څخه بل انسان ته په اسانۍ سره انتقاليږي تل بايد هڅه وکړئ چي د صابون او اوبو څخه ډيره استفاده وکړئ او په ښه طريقې سره خپل لاسونه پريولئ.
washing hands 1200x628 facebook8955193681497371580 د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
۲ـ د ميکروب ضد درملو کارول هم کولای سي چي د کرونا ناروغۍ د خپريدو په مخنيوي کي مرسته وکړي.
هغه الکهولي مايع درمل چي په روغتونونو کي د لاسونو لپاره استعماليږي په خپلو کورونو کي يې هم استعمال کړئ.
images 2020 02 23t2030592751762285791971971. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
۳ـ د ويروسونو د مخنيوي لپاره په نړيواله سطه ترټولو ډيره مروجه لاره د ماسک استعمال دی.
د ماسکونو په استعمال سره کولای سئ چي د نورو له ټوخي او پرينچي څخه ځان وژغورئ،همدارنګه که تاسو پدې ويروس مبتلا ياست نور کسان به يې تر ډيره د اخته کيدو څخه په امان وي.
images 2020 02 23t2009144174363856938371552. 2 د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
۴ـ تل هڅه وکړئ هغو ځايونو ته چي د کرونا د ويروس اثار پکښې محسوس سوي وي د ورتلو څخه ډډه وکړئ.
که چيري په کورنۍ کي د کرونا په ناروغۍ مبتلا کس ولرئ ژر تر ژر يې د اړتيا وړ توکي وربيل کړئ او کوښښ وکړئ چي واټن ورسره ونيسئ.
images 2020 02 23t2032221166755504569226038. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
۵ـ که چيري مو بدن تبه لري يا په غير معمولي ډول سالنډي درته پيدا سوه ياهم ټوخيدلاست نو ژر تر ژره ډاکتر ته مراجعه وکړي ، که چيري تاسو پدې ناروغۍ اخته سوي واست کوښښ وکړئ چي د بيروبار ساحو ته ولاړنسئ ، په روغتون کي بستر سئ يا هم د ډاکتر په مشوره ولاړسئ.
images 2020 02 23t2033563973211165100203358. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
۶ـ څاروي او حيوانات يو له هغو سرچينو څخه دي چي د کرونا ويروس په انتقال کي رغنده رول لوبوي.
هغه حيوانات چي شک ورباندي کيږي د کرونا په ويروس دي اخته وي ترې ليري وسئ او له خپل چاپيريال څخه يې ليري کړئ ،همدارنګه د خامو غوښو له خوړلو ډډه وکړئ تل هڅه وکړئ غوښي ښه پخې کړئ.
images 2020 02 23t2037125299294811332050868. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
۷ـ تر ناروغۍ وړاندي تل ورځنی منظم سپورټ وکړئ ،خو که چيري احياناً پدې ناروغۍ اخته سواست په خپلو کورونو کي پاته سئ او استراحت وکړئ.
images 2020 02 23t2038313782165589122134352. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري.
د کرونا ناروغي که څه هم درمل او واکسين نلري خو کله کله انسان پخپله هم جوړيږي.