د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تیز توپ اچوونکی وسیم اکرم دا ځل د کرکټ میدان له پرېښودو وروسته د فلم نړۍ ته قدم ږدي.
د معلوماتو له مخې له نوموړي سره به په فلم برخه کې یې مېرمن سنیرا اکرم هم یوځای وي او دغه ډګر کې به جوړه کار کوي.
د اردو ژبې مشهورې ویبپاڼې د ګلف نیوز د خبر له مخې وسیم اکرم دا ځل د اداکارۍ په برخه کې د بخت ازمایلو پرېکړه کړې ده.
دمعلوماتو له مخې نوموړي د یوه پاکستاني فلم لارښود فیصل قریشيؤ چې مزاحیه فلمونه جوړوي، په لارښوونه جوړېدونکي کامیډي فلم(مني بیک ګارنټي) لاسلیک کړی، دا د فیصل قریشي د فلم د لارښود په توګه لومړی فلم دی.
د دغه فلم په تړاو خپاره شوي معلومات وایې چې د فلم مرکزي رول به د پاکستان مشهور فلم ستوری فواد خان تر سره کړي، په داسې حال کې چې میکال ذوالفقار، وسیم اکرم او مېرمن یې شنیرا اکرم به په فلم کې لنډ رول تر سره کړي.
بل لورته په دغه فلم کې فیصل قریشي نه یوازې دا چې د فلم د لارښود نده لري بلکې ویل کیږي د فلم د کیسې لیکوال هم په خپله دی.
د فلم پروډیوس به هم خپله قریشي په غاړه ولري.
اټکل دی چې د فلم د شوټینګ چارې به روانه میاشت نومبر کې شروع شي او داسې هم ویل کیږي چې همدغه اونۍ به یې پيل وشي.
خو پر سینماګانو به راتلونکی کال نندارې ته وړاندې شي.