
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوتیریش نن په یوه بیان کې پر حماس ډلې غږ وکړ چې د اسرایلي برمته وو خوشې کولو ته له پلان سره سم دوام ورکړي.
ښاغلي ګوتیریش پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې موږ باید د شخړو د بیا پیل لپاره د ټولو هغو دلایلو مخه ونیسو چې په غزه کې د یوې لویې تراژیدۍ سبب کېدای شي. هغه لیکلي” دواړه لوري باید د غزې د اوربند د موافقې په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي”.
د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند چې د جنوري په ۱۹مه نافذ شو، په غزه کې هغه جګړه تر ډېره بنده کړه چې له څه باندې ۱۵ میاشتو راهیسې روانه وه، او په ترڅ کې یې د اسراییل له زندانونو څخه د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې په پنځو پړاوونو کې اسراییلي برمته خوشې شول.
سیمه او نړۍ
اسراییلي ځواکونه د غزې له نتساریم دهلیزه وتلي دي
خو پرون- دوشنبې د عزالدین القسام د لوا په نوم د حماس ډلې پوځي څانګې اعلان وکړ چې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو بل پړاو به چې د راروانې شنبې په ورځ په پام کې و، تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.
القسام پر اسراییلو تور ولګاوه چې د غزې د دریو اوسېدونکو د وژنې او غزې ته د خیمو او موقتو استوګنځایو د مخنیوي په ګډون یې د اوربند له مقرراتو سرغړونه کړې ده. حماس وروسته بیا وویل چې دا خبرداری یې ځکه پنځه ورځې مخکې ورکړ چې منځګړي هېوادونه قطر، مصر او متحدوایالتونه د اوربند د موادو رعایت ته د اسراییل د هڅولو لپاره کافي وخت ولري.
له دې اعلان وروسته اسراییلو په غبرګون کې وویل چې پوځ یې د هرراز احتمالي وضعیت پر وړاندې ځواب ویلو ته چمتو دی.
دا لانجه وروسته له هغه نوره هم لویه شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ خبرداری ورکړ چې که د شنبې ورځې تر غرمې پورې ټول اسراییلي برمته خوشې نه شي، نو دی به د غزې د اوربند موافقه باطله کړي.
حماس چې متحدوایالات او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د ښاغلي ټرمپ ګواښ ته په غبرګون کې وویل چې اسراییلي برمته به یوازې هغه مهال خپلو کورونو ته ستانه شي چې د غزې اوربند رعایت شي.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي سمیع ابو ظهوري رویټرز خبري آژانس ته وویل، ټرمپ باید دا خبره په یاد ولري چې دلته یوه موافقه شوې او د دواړه اړخونه یې باید رعایت کړي.
ښاغلي ټرمپ له دې مخکې دا وړاندیز هم کړی و، چې د غزې څه باندې دوه میلیون اوسېدونکي دې ووځي او د دې سیمې کنټرول دې امریکا په لاس کې واخلي.