د حیدراباد ډله وايي، راشد خان ته رایه ورکړئ !

سپینه تجريدي ډیزاین

په آی پي اېل کرکټ لیګ کې د حیدراباد لوبډلې، چې راشدخان او کېن ویلیمسن ورسره لوبېږي، له خلک تشویق کړي، چې راشدخان او کین ویلیمسن ته ووټ ورکړي.
دې لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

 ایا تر اوسه مو راشدخان او کین ویلیمسن ته رایه نه ده ورکړې؟

رایه د څه په خاطر؟

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې یو شمېر نوماندو لوبغاړو ته به د لسیزې د غوره لوبغاړو جایزې ورکوي، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې راشدخان د لسیزې د شل اوریزو لوبو په غوره کرکټ لوبغاړو کې کاندید دی او کین ویلیمسن، د ټېسټ، یو ورځنیو او د کرکټ د روح برخه کې جایزې ته نوماند دی.
د دې لوبغاړو په منځ کې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا، هندوستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، ویسټ انډیزې او نیوزیلېنډ نارینه او ښځینه لوبغاړي شامل دي.
له افغانستان څخه پکې راشدخان ته ځای ورکړل شوی دی.

د کرکټ نړیواله شورا ولې جایزې ورکوي؟

د کرکټ نړیوالې شورا هم په خپله فیسبوک پاڼه، ټوېټر پاڼه او وېب پاڼه خلک د خپلې خوښې لوبغاړي ته د رایه ورکولو لپاره هڅولي دي او لیکلي یې دي، چې ووټ فار فیورایټ پلیر ( یعنې د خوښي لوبغاړي ته مو رایه ورکړئ).
کرکټ نړیواله شورا په نړۍ کې د کرکټ د پرمختګ ذمه واري په غاړه لري او دوی هڅه کوي، چې کرکټ په نړۍ کې د فوټبال په څېر لومړۍ او مشهوره لوبه کړي؛ نو د دې په خاطر ځېنو لوبغاړو ته کال په کال جایزې ورکوي.
دوی چې لوبغاړو ته جایزې ورکوي، نو لوبغاړي او هېوادونه له کرکټ نړیوالې شورا څخه رضایت ښیي او په دې ډول کرکټ ته ژمن پاتې کېږي.
بل پلو د لوبغاړو مینوال هم خوشحالېږي، چې د خوښي کرکټر ته یې جایزه ورکړل شي.
نو په دې اساس د کرکټ او خلکو ترمنځ همغږي او اړیکې پېدا کېږي او خلک په یو ډول نه یو ډول د کرکټ نړیوالې شورا سره تړل کېږي.