انسټاګرام هم په خپل چوکاټ کې د غږ لیږلو اسانتیا پيدا کړه

رنګین تجريدي ډیزاین

انسټاګرام د خپلو کارونکو د لپاره د نورو ټولنیزو رسنیو په څېر د غږ استولو(Voice Massage) اسانتیا وړاندې کړه.
انسټاګرام د خپلو کارونکو لپاره د غږ استولو هغه اپشن هم اضافه کړ چې وړاندې یې نه لرلو.
دغه اپشن په نورو ټولنیزو رسنیو کې له شته لکه وټس اپ، فیسبوک مسینجر، آیمو او نور…
انسټاګرام د لنډو ویډیوګانو او تصویرونو شریکولو لپاره بهترین اپلیکشن دی، چې اوس په زیات شمېر کارونکي لري.
د مختلیفو ټيکنالوژۍ ویبپاڼو د رپوټونو له مخې، انسټاګرام په چټ روم یا د لیکلو په خانه کې د (مائیکروفون) بټن اضافه کړې چې د فشار ورکولو سره غږ ثبتیږي او کله چې له بټنې لاس لري شي نو پخپله دغه غږیز پيغام لیږل کیږي.

د دغه غږیز پیغام د لیږلو وروسته پیغام په چټ خانه کې پاتې کیږي او کله چې یې مقابل شخص وګوري، وایې وري یا یې ونه ګوري نښه ورکول کیږي.
مقابل شخص کولی شي چې ورلیږل شوی پيغام بار بار واوري.
د اګسټ په میاشت کې انسټاګرام اعلان کړی وه چې په خپل چوکاټ کې به تغیر راوړي چې له مخې به یې د جعلي خبرونو خپرونکو، جعلي حسابونو او دهوکه بازانو مخه ونیول شي او ورسره به د انسټاګرام کارونکي وتوانیږي چې په اسانۍ خپل فالورز وپیژني.
د دې سره سره انسټاګرام یو بل اپشن (About This Account) هم اضافه کوي د کوم په واسطه چې کارونکي کولی شي شخصي معلومات ، خپل موقیعت او نور معلومات وساتي.