سالم غذایي رژیم او د ويټامینونو ارزښت

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

سالم غذایي رژیم کولی شي د انسان د اړتیا وړ ويټامینونه پوره کړي.
د هورمونونو بڼې او فیزیولوژيکي شرایطو ته په کتو، نارینه او ښځینه د ويټامینونو بېلابېلو ډولونو او کچې ته اړتیا لري.
ويټامینونه د ښې روغتیا لپاره خورا حیاتي ارزښت لري. حیاتي ارزښت ځکه لري، چې له کبله یې د انسان بدن نورماله وده کوي، غذایي مواد په اسانۍ جذب مومي، له ناروغیو مخنیوی کوي او په ټوله کې د بدن مقاومت لوړوي.
تر ډېره بدن خپل د اړتیا وړ ويټامینونه (DRI) په ورځني ډول له خپلو خوړو پوره کولی شي، خو ځینې بیا د هغوی د بدن جوړښت ته په کتو او یا هم د ځینو ناروغیو له کبله د اړتیا وړ ويټامین نه شي پوره کولی، نو هغه ده چې بیا د ويټامینونو بستو ته اړتیا لري.
د انسان بدن ټولو ويټامینونو ته اړتیا لري، خو ځینې یې بیا ډېر ضروري دي. د بېلګې په توګه، وېټامین (اې) د سترګو د لید او د بدن د مقاومت د لوړوالي لپاره اړین دي.
ويټامین (بي ۱) له سلولونو سره مرسته کوي، څو کاربوهایدرېټونه پر انرژۍ بدل کړي.
ويټامین (بي ۳) د هاضمې سیسټم له حرکاتو او عصبي سیسټم سره مرسته کوي.
ويټامین (سي) د اوریو او غاښونو د کلکوالي او د زخم له ژر جوړېدو سره مرسته کوي او وېټامین (ډي) بیا په وینه کې د کلسیم کچه نورماله ساتي.