د سریلانکا هیواد د کرکټ ملي لوبډلي پخواني تکړه او نوموتي لوبغاړي کمارا سنګاکارا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ویراټ کوهلي د کرکټ په نړۍ کي د نورو لوبغاړو څخه یو جلا لوبغاړی دی.
سنګاکارا ویلي، چې ویراټ کوهلي د اسټرالوي لوبغاړي ډونالډ براډمن څخه راوروسته لوړ مهارت، ښه فزیکي جوړښت او ښه چټکتیا لري.
هغه زیاته کړه:
«ویراټ کوهلي په واقیعت کې یو فټ لوبغاړی دی. زه په دې پوهېږم او هم مي لیدلي او اورېدلي، چي ویراټ کوهلي په زړه پوري ژمنتیا او کرکټ کي هر ډول سرښندني ته چمتو دی. هغه د لوبي په ډګر او د لوبي بهر یو داسي استعداد لرونکی لوبغاړی دی، چي له فزیکي، رواني او مهاراتي پلوه خورا بډایه دی.»
کمارا سنګاکارا په خپلو خبرو کي دا هم ویلي، چې ویراټ کوهلي دا وړتیا لري، د ډونالډ براډمن څخه مخکې شي.
ډونالډ براډمن د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي خورا مخکښ لوبغاړی وو، چي د ۱۹۲۸ څخه یې بیا تر ۱۹۴۸م پوري د اسټرالیا ملي لوبډلي لپاره لوبي ترسره کړي دي.
سنګاکارا وروسته له هغه د ویراټ کوهلي ستاینه کړې، چي څو ورځي مخکې د نیوزیلینډ لوبډلمشر کین ویلمسن هم ویراټ کوهلي یو غوره لوبغاړی یاد کړی وو.
هغه ویلي وه، چي په اوسني وخت کښي ویراټ کوهلي د توپوهني په برخه کي تر ټولو ښه روزونکی دی.