سېواګ؛ ویرات کولي باید د بنګلور له لوبډلمشرۍ لرې نشي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

دا چې د هندوستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې د بنګلور لوبډله د تېرې جمعې په ورځ په یوه حذف کوونکې لوبه کې د حیدراباد لوبډلې له لاسه بهر شوه، ویرات کولي تر انتقادونو لاندې راغلی دی.
د کلکتې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د هندوستان د کرکټ لوبډلې پخوانی اوپنر توپ‌وهونکی ګمبیر وایي، اوس وخت د دې رارسېدلی دی، چې ویرات کولي له لوبډلمشرۍ لرې شي.
د هغه په خبره کولي د بنګلور لپاره په خپله لوبډلمشرۍ کې هېڅ اتلولي نه ده ګټلې.
د هغه په خبره کولي باید په آی‌پي‌اېل کې له ډوني او روهېټ شرما سره پرتله نشي.
ښایي د نوموړي مطلب دا وي، چې هم روهېټ شرما او هم ډوني په آی‌پي‌اېل کې څلور او درې اتلولۍ ګټلي دي؛ خو کولي په مقابل کې د پیاوړو لوبغاړو په شتون کې په اتلولۍ ګټلو نه دی بریالی شوی.
ګمبیر زیاتوي، چې ویرات کولي باید بدل شي.
یاران uncategorized 2437 سېواګ؛ ویرات کولي باید د بنګلور له لوبډلمشرۍ لرې نشي
ویرات کولي په سږ آی‌پي‌اېل کې پرله‌پسې ماتې وخوړې او بالاخره له سیالیو بهر شو.
خو په مقابل کې د هندوستان بل پخواني اوپنر توپوهونکي وېرېنډر سېواګ ویلي، چې ویرات کولي باید له لوبډلمشرۍ لرې نه شي.
سېواګ زیاته کړې، چې ویرات کولي د هندوستان ملي لوبډلې لپاره یو ریکارډي لوبډلمشر دی.
د هغه په خبره ویرات کولي د هندوستان لپاره په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې غوره تمام شوی او د لوبډلمشرۍ پوره وړتیا لري.
سیواګ وایي منېجمېنټ او اداره هم باید یواځې د لوبډلمشر کار ونه بلل شي، بلکې د لوبډلې هر غړی باید په کې برخه واخلي.
سېواګ زیاتوي چې د بنګلور لوبډلې د توپوهنې ترتیب سم نه دی.
یاران uncategorized 2438 سېواګ؛ ویرات کولي باید د بنګلور له لوبډلمشرۍ لرې نشي
د نوموړي په ټکو دېفدت پاډیکل باید په څلورم نمبر توپوهنې ته راښکته شوی وای.
خو پاډیکل اوپننګ ته راته.
هره لوبډله باید د توپوهنې ترتیب ولري، خو آر‌سي‌بي یې نه لري.
یاران uncategorized 2439 سېواګ؛ ویرات کولي باید د بنګلور له لوبډلمشرۍ لرې نشي