بریتانیا کې افغان او پاکستاني کرکټ مینوالو خپلمنځۍ شخړه کړې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

همدا اوس په نړیوال جام کي د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ خورا له ولولو څخه ډکه لوبه روانه ده چي افغان لوبډلي له ټاس ګټلو وروسته لومړی د توپ وهني پرېکړه کړې او په پوره پنځوس اورونو کي یې پاکستان ته د ۲۲۸ منډو هدف ټاکلی.
د لوبي په جریان کي کې یوې خوا د بېټ او بال مقابله روانه وه، بل خوا د افغانستان او پاکستان  ترمنځ د کرکټ د لوبې نندارې ته راغلو د دواړو هیوادونو مینوالو په خپل منځو کي شخړه کړې .

په اسیا کپ سېالیو کي افغانستان له پاکستان څخه په وروستي اور کي ماته منلې وه او له هغه وروسته افغانستان د نړیوال جام په یوې تمریناتي لوبه کي پاکستان ته ماته ورکړه چي هغه لوبه کي د پاکستاني لوبغاړي شاهین افریدي او افغان لوبغاړي حضرت ځاځي تر منځ هم تندي خبري تبادله سوي وې نو ځکه د دواړو لوبډلو تر منځ د نن لوبه له احساساتو ډکه ګڼل کیږي .
په هر صورت د نن لوبي په جریان کي د دواړو لوبډلو یو شمېر مینوالو په خپل منځ شخړه کړې او یو بل یې وهلي چي وروسته پولیس د شخړي ځای ته رسېدلي او شخړه یې پای ته رسولې.
پر ټولنیزو رسنیو په یوې خپرې سوي ویډیو کي ښکاري چي د دواړو لوبډلو مینوال یو بل ته سخت په قهر دي او پر یو بل د سوکانو ګذارونه کوي.
دا چي شخړه ولي رامنځته سوې دقیق لامل یې تر اوسه ندئ څرګند سوی.

د دواړو لوبډلو مینوال به دا مهال د لوبي وروستۍ نتیجي ته په تمه وي او هڅه به کوي چي خپله لوبډله ښه وهڅوي.
دا لومړی ځل نه دئ چي د دوو لوبډلو د مینوالو تر منځ شخړه رامنځته کیږي بلکي له دې وړاندي هم دا ډول شخړي رامنځته سوي چي مینوال څه چي لوبغاړو هم د لوبي جریان کي یو د بل په وړاندي سخت غبرګونونه ښودلي او ان تر شخړي رسېدلي.