چین کې پر ماشومانو د ویډیو ګیم په برخه محدودیتونه ولګول شول

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

چین په کم عمره ماشومانو باندې د ویډیو لوبو د بندیز لپاره د مختلفو لارو چارو کار اخلي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد اعلان کړی چې ماشومانو نه شي کولی چې د یو نیم ساعت څخه زیات ویډیو ګیمونه تر سره کړي.
چین حکومت له لوري په یوه خپاره شوي خبر کې راغلی چې په عامو ورځو کې د ۱۸ کلنو ځخه د کم عمر لرونکي کسان انلاین ویډیو لوبې په یوه ورځ د ۹۰ دقیقو څخه زیات نه شي کولی او د شپې له لسو بجو د سهار تر ۸ بجو په ګیم کولو بندیز دی.
ویل شوي په اونیزو رخصتیو کې دغو خلکو ته د ورځې د ۳ ساعتونو لپاره د ګیم کولو اجازت ورکړل شوی دی.
دا په نړۍ کې په خپل ډول کې یو عجیب بندیز دی ځکه چې تر اوسه هیڅ کوم هېواد دغه ډول اقدام نه دی کړی.
د چین د حکومت د رسنیو د برخې مسؤلینو خبرو کې روښانه کړې چې دغه اقدامات یې د ماشومانو د جسمي او دهني روغتیا د ښه والي په خاطر کړي.
دغه ډول یې په انلائن ګیمونو کې په ماشومانو باندې په لوبو کې د پیسو لګولو ته هم اندازه ټاکل شوې ده.
د معلوماتو له مخې ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومان د میاشتې پر ګیمونو د ۲۰۰ یوان او د ۱۸ ځخه کم ماشومان بیا د ۴۰۰ یوان څخه زیات نشي خرچه کولی.
چین له امریکا وروسته په نړۍ کې دویم د ویډیو لوبو لوی بازار دی خو اوس په ځوانانو باندې د ویډیو لوبو د ډېر استعمال له امله د کېدونکو منفي تاثیراتو په خاطر نېوکې کیږي.
په ۲۰۱۵ کال کې په یوه شوې څېړنه کې ویل شوي ول چې په موبایل ټیلیفون کې د انلاین لوبو د زیات اغیز له امله چې په چین هېواد کې دودې شوي دي تقریبا ۵۰ کروړه چینیان د سترګو د دید د کمزورۍ سره مخ دي.
د سترګو د دید د کمزورۍ او ویډيو ګیم کومه نږدې اړیکه تر اوسه ساینس نه ده ثابته کړې مګر په جنوبي ختیځ اسیایې هېوادنو کې اوس دغه مسئله یو څه ډېره د بحث وړ ګرځېدلې.
تېر کال یوې نړیوالې روغتیایې ادارې ویډیوې لوبو باندې روږدې کېدل ذهني ناروغي یاده کړې وه.