
دا ورځ د نړۍ په ډیر شمیر هېوادونو کې د مېنو ځوانانو له خوا لمانځل کیږي.
د مېنانو په ورځ مېنې جوړې یو بل ته ګلان ډالۍ کوي، او ډیر کله په همدې ورځ مېنې جوړې یو بل ته د مېنې د اظهار سربیره د واده وړاندیز هم کوي.
که څه هم د تیر جمهوریت پر مهال دا ورځ د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د ځوانان له خوا په ښکاره لمانځل کیده، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې افغان ځوانان دا ورځ په ازادنه توګه نه لمانځي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ورځي د لمانځي په اړه ویلي و، د ولنټاین لمانځل غربي فرهنګ دی.
که څه هم د ولنټاین یا د مېنانو د ورځ کره تاریخ معلوم نه دی، خو د تاریخي روایتونو له مخې سلګونه کلونه وړاندې په روم کې یو کشیشي ولنټاین نومیده او د وخت د پاچا له خوا په دې تور چې ځوانان یې د خپلې خوښې جوړې سره یې واده کړي وو، په مرګ محکوم کړی و.
د هغه وخت د روم پاچا کلاډیوس نومیده او د دې لپاره چې بې واده ځوانان وکولی شي ښه جګړه وکړي پر واده یې بندیز لګولی و.
د ولنټاین په نوم ځوان د پاچا د دې نظر خلاف و او هڅه یې کوله چې مېنان یو بل ته ورسوي، نو ځکه په مرګ محکوم شو.
له هغې وخت راهیسې دا ورځ د مېنانو په نوم لمانځل کیږي.