په انګلستان کې، خلکو ته د کورونا واکسین رسولو لپاره ځانګړی بس جوړ شوی چې د ګرځنده واکسین مرکز دی.
د انګلنډي رسنیو په حواله، دغه ګرځنده بس به د انګلینډ بولټن سیمه کې د واکسین کولو لپاره کارول کېږي، چیرې چې د پام وړ شمېر خلکو تر اوسه د کورونا په وړاندې واکسین نه دي کړي.
د راپورونو په اساس، د بس عمله به هر ځای ته ځي، ترڅو د ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکو خلکو ته د واکسینونو خدمات وړاندي کړي.
تنظبموونکې اداره وايي، د بس واکسین مرکز به د ښار په بېلابېلو برخو او عبادت ځایونو کې خلکو ته واکسینونه چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د کرونا واکسین ترسره کول جریان لري، تازه ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د اسرایل هیواد کې ټولو اوسیدونکو ته یې واکسین ترسره شو.
په افغانستان کې هم د کرونا واکسین ترسره کول جریان لري، که څه هم اول کې دا واکسین خاصو طبقو ته ځانګړی وو، خو په دې وروستیو کې واکسین عام شول او هر څوک کولی شي له نیږدې کلینکونو یاد واکسین ترلاسه کړي.