د انګلستان په لارډز نړیوال کرکټ لوبغالي کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په خیریه سیالۍ کې د نړۍ غوره یولس کسیزې لوبډلې ته ماته ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د زیانمن شویو کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه ۲۰ اوریزه سیالي د مۍ میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نیټه پلان شوې وه.
سیالي د افغانستان پر وخت د شپې په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو سره پیل شوه، چې پکې ویسټ انډیزۍ لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د ایون لیویس د ۵۸، دینیش رامدین د ۴۴ او مارلیون سیمیویلز د ۴۳ زیاتومنډو جوړلو سره د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۹۹ منډې جوړې کړې او د نړۍ غوره لوبډلې ته یې د بریا خپلولو په موخه د ۲۰۰ منډو هدف ورکړ.
د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لخوا د دغه ستر هدف په ځواب کې د نړۍ غوره لوبډله د لوبې په ۱۷ م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د سریلنکايي الراونډر تیسار پریرا د ۶۱ زیاتو منډو پر مټ ۱۲۷ منډې جوړې کړې او د ۷۲ منډو په توپیر سره یې ماتې وخوړه.
په سیالۍ کې کې د نړۍ د غوره او د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو د سیالۍ نندارې په موخه په زیات شمیر نندارچیان ورغلي و.
په دې سیالۍ کې د افغانستان څخه راشد خان، پاکستان څخه شاهد خان افریدي، شعیب ملک، د هندوستان څخه دینیش کارتیک، د نیوزیلینډ څخه لوک رانکي، میچل میکلینیګن، اسټرالیا څخه سیم بیلنګز، بنګله دیش څخه تمیم اقبال، سریلانکا څخه تیسارا پریرا، انګلستان څخه ټایمل مایلز او نیپال څخه سندیپ لامیچاني د نړي په غوره لوبډله کې نمانیدګي وکړه.
همدا راز په دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د ویسټ انډیز لخوا کریس ګیل، انډریو فلیچر، ایون لیویس، مارلیون سیمیولز، انډریو رسل، کارلوس بریټ ویټ، کیمو پاول، دینیش رامدین، ایشلي نرس، سمیویلز بدري او کیسریک ویلیمس ولوبیدل.