د یوې بریالۍ اوونۍ د پیل لپاره ۱۱ رازونه

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د یو نوي فعالیت او کارونو د پیلولو لپاره، هېڅکله ناوخته نه ده، خو موږ تر ډېره عادت شوي یوو، چې د اوونۍ پیل ته یې وځنډوو، نن هماغه ورځ ده، نو راځئ، چې پیل یې کړو:
۱ ـــ پلان جوړ کړئ
د یاددښت یوه کوچنۍ کتابچه را واخلئ او د اوونۍ لومړیتوبونه پکې یاداښت کړئ، هر کار او یا هره لیدنه کتنه مو چې ترسره کړه، نو ټیک مارک یې کړئ، ترڅو ډاډه شئ، چې کوم څه له قلمه نه دي پاتې.
۲ ـــ وخت په پام کې ونیسئ
د هر کار د ترسره کولو لپاره وخت په پام کې ونیسئ او برآورد یې کړئ، چې هغه مسؤلیت یا کار مو څومره وخت نیسي، په دې ترتیب سره به ځان اړ کړئ، چې ژر تر ژره مو چارې ترسره کړئ.
۳ ـــ استراحت او تفریح مه هېروئ
د درسپارل شویو کارونو په ترسره کولو سره بېره، د تفریح، استراحت او له خپلو دوستانو سره د وخت تېرولو لپاره هم وخت ځانګړی کړئ. دا وختونه ستاسو انرژي په حیرانونکې توګه ډېروي.
۴ ـــ مشوره وکړئ
د هر حساس اقدام له ترسره کولو مخکې، چې داسې احساس کوئ، د ټینګښت لپاره یې څو بېلابېلې تګلارې شتون لري، له یو کارپوه سره مشوره وکړئ، په دې ترتیب به مو د وخت او انرژۍ له بېځایه مصرف څخه مخنیوی کړی وي.
۵ ـــ عمل وکړئ
ډېری کسان داسې عادت شوي، چې ښې او مبتکرانه آیډیاوې او نظریې له پایلې څخه یې د وېرې په خاطر د ذهن په یوه برخه کې ذخیره کړي، خو په هغه ځای کې به یې په هېڅ درد ونه خوري، مګر دا چې هڅه وکړي، تجربه یې کړي.
۶ ـــ مثبت فکره اوسئ
د یوې کاري اوونۍ په پیل کې د بریا لپاره، هغو کارونو ته مثبت او له انرژي ډک لید، کوم چې په مخکې یې لرو، کولای شي، ډېر ګټور او اغېزمن وي او تر ډېره د کلونو لپاره مو د پرمختګ لامل شي.
۷ ـــ نور غوښتونکي اوسئ
دا په دې مانا ده، چې له ځان غوښتنې څخه ډډه وکړئ او هڅه وکړئ، چې د نورو په بریاوو او خوشالیو کې هم شامل واوسئ، په کاري چاپېریال کې تل په دې فکر کې مه اوسئ، چې په خپله ګول ووهئ، کله وخت په دې فکر واوسئ، چې د ګول وهنې لپاره پاس ورکړئ، دا کار نه یوازې په کاري چاپېریال کې ستاسو محبوبیت زیاتوي، بلکې خپله انرژي مو هم څو برابره زیاتوي. ځیني وخت له نورو سره مرسته کول، له خپلې بریا څخه هم خوندور وي.
۸ ـــ تېروتنه منونکي اوسئ
کله چې مو کوم ناسم کار ترسره کړ، نو له بهانې پرته یې ومنئ او که چېرې اړینه وه، نو بښنه وغواړئ. کله وخت په یوې آیډیا یا نظریې او یا هم په یو تصمیم باندې له بریده زیات ټینګار د دې سبب ګرځي، چې د کار ټول ماهیت مو تر پوښتنې لاندې راشي. ومنئ، چې موږ ټول انسانان یوو او ښایي تېروتنه وکړو.
۹ ـــ له بېځایه لانجو ډډه وکړئ
موخه دا نه ده، چې کله مو په کومې مسئلې باندې له خپلو همکارانو سره د نظر اختلاف پیدا کړ، نو د تېښتې لاره غوره کړئ او یا دا چې هرڅه هغوی وایي وې منئ، بلکې موخه دا ده، په داسې حال کې، چې په خپلې سمې خبرې باندې ټینګار کوئ، له بېځایه جرو بحث څخه ډډه وکړئ.
۱۰ ـــ سمه لار وټاکئ
ځیني وخت د ستونزو د لرې کولو لپاره مو په ذهن کې ځینې لارې تېرېږي او کله وخت ښایي دا وسوسه درته پیدا شي، چې د اخلاقو او عرف پرخلاف کار ترسره کړئ، ترڅو لا ډېرو بریاوو ته ورسېږئ، خو تاسو ته زموږ سپارښتنه داده، چې د دې تګلارو له آزمویلو او یا په اړه یې له فکر کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه که چېرې ظاهراً بریالي هم شئ، نو د وجدان په وړاندې به مو ماتې خوړونکي او بې ارزښته وئ.
۱۱ ـــ په الله (ج) باور وکړئ
په خدای (ج) باندې باور وکړئ او پوه شئ، چې هغه (ج) له هر چا څخه په غوره توګه زموږ د کارونو په سمون او اصلاح باندې پوهېږي، که چېرې هغه څه ته، چې غوښتل مو رسېدلي یاست، نو باید د خدای (ج) ډېر شکرونه پرځای کړئ او که چېرې هغه څه ته چې غوښتل مو نه یاست رسېدلي، بیاهم باید د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کړئ او په حکمت یې خوښي څرګنده کړئ.
څېړنو ښودلې، هغه کسان، چې د الله (ج) په بېساري ځواک باندې په باور او اعتماد سره کار او فعالیت ترسره کوي، نو په خپلو چارو کې له ډېرې هوساینې او آرامتیا څخه برخمن دي.