د هوکړې تر عملي کېدو وروسته به هم بهرني سرتیري افغانستان کې وي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د دفاع وزارت وایې چې نړیوال متحدان به د افغانستان امنیت ساتلو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې رویترز خبري اژانس تېره یکشنبه د ناټو د څلورو لوړ رتبه چارواکو په حواله کړې ده.
راپور زیاتوي چې نړیوال ځواکونو به تر ټاکلي مهلت وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرکال د فبروي ۲۹ مه هوکرې پر ینسټ نړیوال ځواکونه باید د روان میلادي کال تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي رسنیو ده ویلي افغان سرتیرو وړتیا په هوايي او ځمکنیو علمیاتونو کې لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه خو د دې ټولو تر څنګ له نړیوال متحدین به له افغان سرتېرو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د ناټو یوې ویاندې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسیږي.
په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو هم ویلي چې افغانستان کې د دوی د سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شوی دی.
د دې ټولو تر څنګ دوحې کې د قطر پلازمینې کې افغان چارواکو د ویدیو کنفرانس له لارې د ناټو له غړو سره خبرې کړي دي.
په یاد ویدیو کنفرانس کې په افغانستان کې پر دایمي اوربند او نورو موضوعاتو بحث کړی دی.
د سولې په چارو د دولت وزارت په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي، سټیفانو پونتيکوروو وویل، چې ناټو د افغانستان د سولې بهیر په تړاو خپلو ژمنو ته متعهده ده.
په وروستیو کې د دولت مذاکره کوونکو د طالبانو لوری تورن کړی، چې د سولې مذاکرو ته لېوالتیا نه ښيي او سفرونه یې پیل کړي دي.