امریکا غواړي چې راتلونکي نړیوال جام کې باید و اوسي !

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: بهار سمسور
د امریکا متحد ایلاتو کریکټ ملي لوبډله چې زیاتره لوبغاړي یې له نورو هېوادونو دي په دوهمه درجه لوبډلو کې قرار لري.
د دغه هېواد د کریکټ ادارې د تېر ۲۰۱۷ کال راوروسته د کریکټ لوبې د پرمختګ او د ملي لوبډلې د تقویې لپاره ځانګړي پلانونه تر لاس لاندې نیولی دي.
همدا دوه میاشتې مخکې دغه لوبډله د اماراتو په کوربه توب د دوه سیالیو ملمنه وه چې یوه لوبه یې مساوي او بله هغه یې کوربه لوبډلې ته بایلوده.
د غوراوي دغه کمپ په لاس انجلیس کې راتلونکي اونۍ پیلیږي، چې بېلابېل ۳۰ لوبغاړي ورته انتخاب شوي دي.
د امریکایي بېلابېلو هېوادونو تر منځ د امریکن کوالیفایډ رونډ تر نوم لاندې لوبې به د روان کال په اګست کې په بارموډا کې پیل شي چې د کوربه بارموډا تر څنګ به امریکا،کاناډا او کیمان ټاپوګان لوبډلې شاملې وي، بیا به ترې نړیوال کوالیفای رونډ ته چې په اماراتو کې په راروانه اکتوبر میاشت کې کیږي یوه لوبډله لار بیامومي.
د دغه انتخابي کمپ څخه به له ۲۰ بیا تر ۲۵ لوبغاړي انتخاب شي.
د امریکا متحد ایلاتو د کریکټ ادارې د ټاکونکي ډلګۍ مشر ریکارډ پاوول وایی:

«موږ تر دې وروسته چې یو قوي یوه ورځینی کریکټ مو وکړ،اوس مو ټینګار په شل اوریز کریکټ دی، باید چې یوه قوي د شل اورونو لوبډله جوړه کړو.ټاکونکي ډلګۍ به دا یو اونیز کمپ له نیږدې وڅاري.»

د لوبډلې مشر روزونکی پابوډو ډاسانایاک وایي زموږ هدف یې پ روان کال کې د یوه ورځینیو لوبو سټېټس عوضیت اخیستل و، دا کار وشو اوس یې ټول فکر او پلان پر شل اوریز فارمټ دی چې څنګه یوه ښه لوبډله ترتیب کړي.
دی وايي:

«دا موږ ته زیاته مهمه ده چې د امریکا کوالیفای رونډ صفا کړو او بیا نړیوال کوالیفای رونډ چې په اماراتو کې کیږي ورته ځان ورسو.»

راتلونکی نړیوال شل اوریز جام به ۲۰۲۰ کال د اسټرالیا په کوربه توب تر سره شي،چې د ټاپ لوبډلو تر څنګ به لاندې درجه لوبډلې هم ورته د کوالیفای رونډ له لارې د ځان رسولو په هڅه کې دي.