
سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ د کاناډا او مکسیکو څخه پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه تعرفه او پر چینايي توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې ده.
سپینې ماڼۍ دا اقدام د مصنوعي مادي “فنټانیل” سره د مبارزې یوه هڅه بللې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي، دا تعرفې ځکه وضع شوي چې ” له کاناډا او مکسیکو څخه په بېسارې توګه غیر قانوني فنټانیل امریکا ته راوړل کېږي چې د امریکایي وګړو ژوند ته ګواښ دی.”
د ډونلډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې دا تعرفې به له سې شنبې پلي شي. تعرفې به پر کاناډايي جامو او چینايي توکو تطبیق شي.
همدارنګه، له کاناډا څخه د انرژۍ پر وارداتو هم نژدې ۱۰ سلنه تعرفه لګول کېږي.
د کاناډا، مکسیکو، او چین غبرګونونه
د کاناډا غبرګون
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د یکشنبې په شپه یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، دا تعرفې به د امریکا پر اقتصاد مستقیم اغېز ولري.
ټروډو خبرداری ورکړ چې کاناډا به د امریکا پر وارداتي توکو چې ارزښت یې ۱۵۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي، ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.
د کاناډا غچ اخیستونکي تعرفې به پر الکولي مشروباتو، مېوو، دمېوو پر اوبو، سبزیو، عطرو، جامو او بوټانو وي.
د مکسیکو غبرګون
د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شینباوم ویلي، هېواد به یې د ټرمپ د پرېکړې په ځواب کې غچ اخیستونکي ګامونه پورته کړي.
نوموړې پر ایکس لیکلي، “ما د اقتصاد وزیر ته امر کړی چې پلان B پلي کړي، چې پکې تعرفې او د مکسیکو د ګټو د ساتنې نور تدابیر شامل دي.”
د چین غبرګون
چین د خپلو محصولاتو پر وړاندې د ۱۰ سلنې مالیې لګولو په غبرګون کې ناخوښي ښودلې.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي، “چین له دې پرېکړې ډېر ناخوښ دی او په کلکه یې مخالفت کوي.”
دوی دا ګام د نړیوالې سوداګرۍ د اصولو “جدي سرغړونه” بللې او ویلي یې دي چې دا کار د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي اړیکو ته زیان رسوي.

تعرفې یا ګمرکي مالیه څه ده؟
تعرفه یا ګمرکي مالیه، د صادرونکي پر ځای پر واردوونکو شرکتونو لګول کېږي.
دا مالیه د وارداتو له ارزښت سره متناسبه ده.
د مثال په توګه که یو شرکت د ۵۰ زره ډالرو ارزښت موټر واردوي او پرې ۲۵ سلنه تعرفه لګول کېږي، نو شرکت به د هر موټر لپاره ۱۲,۵۰۰ ډالره مالیه ورکړي.
دا مالیه اکثراً د مصرف کوونکي پر اوږو بارېږي، ځکه واردونکي شرکتونه د تعرفې لګښت د محصول په قیمت کې حسابوي.
خو ولې ټرمپ د تعرفو ملاتړ کوي؟
ټرمپ وایي چې تعرفې د امریکا دننه د کاري فرصتونو د ساتنې او رامنځته کولو لپاره مهمې دي.
د د ټرمپ په باور، دا اقدامات د اقتصادي ودې او د امریکا د مالي عوایدو د لوړولو لپاره ګټور دي.
ټرمپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینو کې ویلي، “زما د پلان له مخې، امریکایان به د نورو هېوادونو له لورې د خپلو دندو له لاسه ورکولو اندېښنه ونه لري.”
ټرمپ باور لري چې تعرفې د امریکا ملي امنیت ساتي، ځکه دا د دفاعي صنعتي بنسټ ملاتړ کوي.
پر کاناډا او مکسیکو د تعرفو اغېزې
کاناډا امریکا ته د خپلو صادراتو ۷۶ سلنه پلوري.
د اقتصادي چارو کارپوه سټیفن میلارډ وایي، دا تعرفې کولی شي د پنځو کلونو په موده کې د کاناډا ناخالص کورنی تولید (GDP) شاوخوا ۷.۵ سلنه کم کړي.
بل پلو، امریکا د مکسیکو د ټولو صادراتو ۸۳ سلنه واردوي.
که مکسیکو ته هم ۲۵ سلنه تعرفه ولګول شي، دا به د مکسیکو اقتصاد ته لوی زیان ورسوي.
پروفیسر میلارډ وایي، دا اقدام کولی شي د مکسیکو GDP په پنځو کلونو کې تر ۱۲.۵ سلنه پورې کم کړي
د امریکا او مکسیکو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۵ میلیونه دندې په امریکا کې او ۱۴.۶ میلیونه دندې په مکسیکو کې اغېزمنې کړې دي.
د امریکا د فکري مرکز کارپوه لیلا عابد وایي چې دا تعرفې کولی شي دواړو هېوادونو ته “ویجاړونکي” اقتصادي اغېزې ولري.