امریکايي استازې: واشنګټن ځکه له طالبانو سره د اعتماد فضا نشي رامنځته کولی چې دوی له ترهګرو ډلو سره د اړیکو اوږد تاریخ لري

د طالبانو امنیتي ځواکونه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې دوروتي شي د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته په خپلې وینا کې ویلي، واشنګټن له طالبانو سره د اعتماد فضا نه شي جوړولای.

د هغې په وینا، “موږ نه شو کولای له هغې ډلې سره چې امریکایان په ناحقه نیسي، تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو اوږد تاریخ لري او د افغانستان د خلکو حقونه او اساسي اړتیاوې له پامه غورځوي، د اعتماد فضا جوړه کړو، موږ غواړو د امنیت شورا له غړو سره د دې ټولیزې غوښتنې په برخه کې چې طالبان باید مسوولانه چلند وکړي ګډ کار ته دوام ورکړو.”

دې جګپوړې امریکایي چارواکې همداراز وویل، متحدایالات د داعش ډلې د خراسان څانګې له پلوه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

مېرمن شي پر طالبانو غږ وکړ چې پرېنږدي د افغانستان خاروه د ترهګرو ډلو په ځالې بدله شي.

خو طالبانو په ځلونو ویلي، هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

د امریکا استازې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو ځپونکو اقداماتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د افغانستان د روغتیايي زده کړو په انستیتوتونو کې د ښځو پر تعلیم بندیز به ناوړه پایلې ولري.