د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه سبا غونډه کوي

د ملګروملتونو د امنیت شورا

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا دوشنبه د فبرورۍ لسمه په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه د ځانګړې غونډه کوي.

په دې اړه د امنیت شورا په اعلامیه چې پرون خپره کړې ویلي، په دې ځانګړې غونډه کې به د افغانستان په ګډون په سیمه کې د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش ډلې د ګواښونو په اړه خبرې وکوي.

په اعلامیه کې راغلي، په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور وړاندې او بحثونه به پرې وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور چې د تېرې جنورۍ میاشتې په ۳۱ مه خپور شوی په کې راغلي، داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان دننه او ورهاخوا سیمو کې لوی ترهګریز ګواښ دی.

امنیت شورا ویلي، دې غونډې ته به د تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورنکوف او د تروریزم په وړاندې د مبارزې د کمیټې اجراییوي مشره نتالیه ګهرمن په افغانستان او سیمه کې د داعش د ګواښونو په اړه چې لا پر خپل ځای پاتې دي د غونډې ګډون والو ته معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داسې حال کې په افغانستان او سیمه کې د داعش د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه جوړوي د طالبانو حکومت له دې وړاندې په وار وار د دغه ډلې په وړاندې د مبارزې ادعا کړې او ویلي یې دي چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.

طالبانو ادعا کړې چې د داعش روزنیز مرکزونه له افغانستان بهر د پاکستان په یو شمېر سیمو کې موجود دي خو دا ادعا د پاکستان حکومت رد کړې ده.

 د یادونې ده  چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې ګڼ بریدونه د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا ترسره شوي چې پکې د طالبانو ځینې جګپوړي چارواکي هم په نښه شوي دی.

د تېر ۲۰۲۴ د ډیسمبر په ۱۱ مه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د مرګوني ځان مرګي برید مسولیت داعش ډلې واخسیت، هغه چې د داعش د ځپلو او په افغانستان کې یې د سرتاسري امنیت د ټینګښت په برخه کې د طالبانو ادعا تر پوښتنې لاندې راوسته.