له افغانو ښځو د نړیوالو ملاتړ: نهه هېوادونه د یوناما د دوام او د افغان ښځو د حقونو ننګه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

نهوو هېوادونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوام ملاتړ اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلې بیګانۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې فرانسې، ډنمارک، یونان، ګیانا، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلووینیا او بریتانیا – په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې او غږ یې خاموش شوی دی.

همداراز، دغو هېوادونو د جرمونو د نړیوالې محکمې هغه اقدام ستایلی چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د نیولو د حکم غوښتنه یې کړې ده.

دې هېوادونو او یو شمېر نورو نړیوالو شریکانو له دې وړاندې هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ غږ پورته کړی دی.