د وحید عمر په مشرۍ بیا کروناضد عامه پوهاوی پیلیږي؛ پخوانی حساب او څه اړتیا؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: بشر درویش
د افغانستان حکومت تازه ویلي چې یو ځل بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه عامه پوهاوی پيلیږي.
دا خبره د افغانستان د کابینې په غونډه کې شوې ده. یاد ناسته کې که څه هم د وحید عمر نوم نه دی اخیستل شوی، خو دا چې پخوا یې دا اداره او پروسه رهبري کوله، نو اوس به هم حتماً همدا مسوولیت لري.
ارګ ویلي دا غونډه پرون دوشنبه جوړه شوې وه.
ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ د افغانستان کابینې کرونا سره د مبارزې د عامه پوهاوي په برخه کې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژيکو اړیکو ادارې تېر اغېزناک فعالیتونه وستایل، مننه یې ترې وکړه.
دا اداره د ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.
ارګ ویلي؛ په پرونۍ ناسته کې یې یادې ادارې یو ځل بیا هدایت ورکړ چې د تېرو فعالیتونو په دوام دې یو ځل بیا کرونا سره مبارزې د عامه پوهاوي د برخې مسوولیت واخلي، اړونده ادارو ته یې په دې برخه کې د همکارۍ سپارښتنه وکړه.

نیوکې او پخوانی حساب

افغانستان ته د کرونا ویروس له رسیدو سره سم، افغانستان کې د وحید عمر په مشرۍ د عامه پوهاوي کمیټې کار پيل کړ. ښاغلي عمر د کار په پای کې د رسنیو له لارې کاري راپور ورکړ چې په ترڅ کې یې تر ۲۷ افغانیو پورې په کرونا ضد عامه پوهاوي لګیدلې وې.
د ښاغلي عمر دا راپور په ټولنیزو رسنیو کې له توندو غبرګونو سره مخ شو او پرې سختې نیوکې وشوې چې افغان بودجه او د ملت پیسې په بې پامۍ سره مصرف شوي دي.
خلکو پر ټولنیزو رسنیو ټنیګار کاوه چې د کرونا پر ضد مبارزې په نوم اشخاص او ډلې خپلې ګټې ګوري او په یو او بل ډول سره پیسې ورک کیږي.

ایا اړتیا یې شته؟

زما له نظره بیا ځل یې هیڅ اړتیا نشته، لوی او ماشوم ته د کرونا په اړه معلومات رسیدلي او رسنیو کې هره ورځ پرې ګرم بحثونه کیږي، نو څه اړتیا ده چې په میلیونونه افغانۍ یو ځل بیا اخودیخوا شي، ښه دی چې همدا پیسې را واخلي په معیاري روغتونونو، خدماتو، خلکو د کاروبار او مرستو رسولو او نورو برخو یې ولګوي، ځکه اوس خلک پوه شوي، د کرونا له امله یې د کورنۍ مهم غړي له لاسه ورکړي او پوهیږي چې څه وکړي.
پر همدې اساس هیله ده کابینه د پیسو د حیف و میل کیدو لپاره د زمینې برابریدو پرځای لږ عیني واقعیتونو ته پام وکړي چې اوس څه اړتیا ده، خلک څه غواړي او څه باید ورسره وشي؟
تاسې څه نظر لرئ؟

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.

1 Comment

  1. چې په ترڅ کې یې تر ۲۷ افغانیو پورې په کرونا ضد عامه پوهاوي لګیدلې وې

Comments are closed.